$ 0 0 په پکتیا کې سلګونه کیلو ګرامه بېلا بېل نشه يي مواد وسوځول شول.د پکتیا والي شمیم کټوازي د چهارشنبې په ورځ د نشه يي موادو د سوځولو پر مهال ازادي راډیو ته وویل، د پکتیا پولیسو په تېرو څو میاشتو کې ۱۳۵۰ کیلو ګرامه نشه يي مواد چې ۷۳۱ کیلو ګرامه چرس، ۴۹۰ کیلو ګرامه تاریاک، ۲۷۰ کیلو ګرامه بوساړه یا بې کیفیته چرس او ۸ کیلو ګرامه هیرویین نیولي وو چې د دې ولایت په مرکز ګردېز کې یې وسوځول.ښاغلي کټوازي زیاته کړه:"دا ټول نشه يي مواد د پولیسو له لورې د ګردېز ښار په شااوخوا سیمو کې نیول شوي وو چې د دې پېښې په تړاو ۱۲ تنه نیولي او عدلي او قضايي ادارو ته یې سپارلي دي."د پکتیا د امنیت امر نثار احمد عبدالرحیمزی وايي، هڅه کوي چې د ګردېز په ښار او سرحدي ولسوالیو کې د نشه يي موادو پر خلاف ګزمې زیاتې کړي چې له هېواده بهر د نشه يي موادو د قاچاق مخه ونیول شي.