Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123

کونړ کې د بهرني وسله والو پر مواضعو د افغان ځواکونو هوایي بریدونه

$
0
0
د افغانستان په کونړ ولایت کې افغان هوایي ځواکونو د بهرنیو وسله والو پر مواضعو هوایي بریدونه ترسره کړي دي.په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو په یوه بیان کې لیکلي، چې د کونړ ولایت په مرورې ولسوالی اړوند سیمو کې د افغان هوایي ځواکونو د هوایي بریدونو په ترڅ کې درې بهرني وسله وال وژل شوي.د سیلاب قول اردو چارواکو په وینا، په دغو هوایي بریدونو کې چې د افغان ځواکونو د A-29 ډوله الوتکو له خوا ترسره شوي، د وسله والو یو شمېر پټنځایونه او وسلې هم لمنځه تللي دي. د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.کونړ د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو، القاعده او نورو وسله والو ډلو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.دا په داسې حال کې ده چې د داعش وسله والو او نورو ډلو پر وړاندې په کونړ او نورو ولایتونو کې چاڼیز عملیات دوام لري.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>