Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123

د ملي یووالي حکومت او مشرانو پر خلاف د عطا محمد نور تند څرګندونې

$
0
0
نومړی تیره ورځ په لویدیځ هرات ولایت کې د خپل سفر په ترڅ کې او په یوه غونډه کې د وینا پر مهال د زیاتیدونکي ادارې فساد، ترهګریز فعالیتونه، په ټاکنو کې د لاسوهنې هڅې او نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.هغه وویل، چې د ملي یووالي حکومت تر واک لاندې ادارې فساد په پراخه کچه وجود لري او د حکومت ادارې واک د څو کسانو تر کنټرول لاندې دی.نومړی زیاته کړه، چې د هېواد امنیتي حالات مخ په خرابیدو دي او هره ورځ د ترهګرو په بریدونو کې لسګونه کسان او د امنیتي ځواکونو منسوبین وژل کیږي.هغه د راتلونکی ټاکنو په اړه هم خبرې وکړې او پر حکومت غږ وکړ ترڅو د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون په تشکیلاتو کې د تغیراتو لپاره ژر اقدامات وکړي او خبرداری ورکړ که چیرې د حکومت او د کمیسیون په کارونو کې بدلون رامنځته نه شي نو د راتلونکو ولسمشریزو له ټاکنو څخه د شفافیت تمه نه شي کیدای.د بلخ والي ټینګار وکړ چې د موجود نظام د اصلاح په خاطر باید ډیر ژر وروستي پریکړه وشي.نومړی وویل، که دولت اصلاح نه کیږي، غوره به دا وي، جې نسکوره شي.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>