$ 0 0 د راپورونو له مخې، ټاکل شوې ده چې د امریکا متحده ایالاتو پوځ افغان ځانګړي ځواکونو ته نوې او پرمختللې راکټ اندازونه ورکړي.د امریکا د رسنیو د راپورونو پر اساس، د M3E1 په نوم د پرسول او زرهې وسایطو ضد دغه راکټ اندازونه د وسله والو د ځپلو په خاطر افغان ځواکونو ته ورکول کیږي.د افغانستان د ملي دفاع وزارت چارواکي تائیدوي، چې امریکا متحده ایالاتو به ژر افغان کومانډو ځواکونو ته نوې پرمختللې سپکې وسلې ورکړي.د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش وایي، د دغو راکټ اندازونو په مرسته به افغان امنیتي ځواکونه وکلای شي د دولت مخالف وسله وال له بېلا بېلو زاویو څخه په نښه کړي.په همدې حال کې راپورونه ښیي، چې له M3E1 راکټ اندازونه څخه د روسي RPG او د هاوان مرمیو پر وړاندې د ځوابیه وسلې په څېر ترې کال اخیستل کېدای شي.دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت کابو درې اونی مخکې وویل، چې د افغانستان ملي اردو او کومانډو ځواکونو د جنګي وړتیاو د لوړولو په موخه د بېلا بېلو وسلو او مهماتو یوه نوې جوپه تیره شپه کابل ته ورسیدې.د غوڅ ملاتړ ماموریت په وینا، د امنیت د انتقال د ګډې قوماندانی – د افغانستان د امنیت د مرستندوی ادارې د په نړیوال هوایي ډګر کې د وسلو او مهماتو دغه جوپه ترلاسه کړل.افغان حکومت او په افغانستان کې میشت ناټو ځواکونه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تجهیز په اړه خپلې هڅې او فعالیتونه ګړندي ګړي دي.افغان هوایي ځواکونه کابو یوه میاشتې مخکې له ناټو ځواکونو څخه د UH-60 یا بلک هاک هلیکوپټرو لومړی جوپه هم ترلاسه کړل.