$ 0 0 د افغانستان د ملي امنیت ریاست پخواني رئیس او د افغانستان د خلکو محور ګوند مشر رحمت الله نبیل وایي، د افغانستان د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزي له خوا ورته د پاکستان پوځ د استخباراتو د اسنادو د خپرولو په تړاو د دوسیه جوړولو ګواښ شوی دی. ښاغلي نبیل په خپل رسمي فیسبوک پاڼه کې لیکلي «د روان کال د تلې په لومړی اونی مې د ملي امنیت د لوی رئیس څخه د ملي امنیت د یوى اداري په وسیله پيغام تر لاسه کړ چې” د افغانستان د خلکو محور ‘ فعالیتونه را کم کړئ !، که نه د آی اس آی د هغو اسنادو په تړاو چې تیر کال د رسنیو له لارې خپاره شول، درته دوسیه جوړوم.”» نوموړی زیاته کړه، چې دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د خلکو محور، قانونیت او مشروعیت ته د بیرته راستنېدو په شعار فعالیت کوي. هغه وویل، اوس مې ښاغليو د ملي امنیت لوی رئیس او ولسمشر ته پيغام دا دی چې «مونږ د نظام پر ضد نه یو، د اوسني نیم بند نظام لپاره د افغانستان خلکو له ستاسې په پرته په څو څو ځله زیاته قرباني ورکړې ده، موږ د نظام مشروعیت ته بېرته راستنېدل غواړو! نو ښه به وي چې، په نظام کې د ننه د آی اس آی د دښمنانو پرځای هغوی ته چې هره ورځ مو خلک قصابي کوي او یاهم هغوی ته چې په نظام کې د ننه ورسره همکاري کوي او د آس اس آی دوستان دي، دوسیه جوړه کړئ.» د ملي امنیت ریاست پخواني رئیس وویل «د دسیسې جوړونې له سیاست څخه ډډه وکړئ! د خلکو د ژغورنې لپاره هڅه وکړئ! او دا ملی اداری تر دی زیات د شخصی او سیاسی ګټو لپاره مه کاروی، دا اداره د افغانستان د ملی ګټو ساتونکی اداره ده. او مخکې لدې چې ناوخته شي په خپل حال راشئ!» هغه زیاته کړه «زه په دې خاوره او وطن میین یم او د هېواد حساس شرایط ښه درک کوم، ګنی نو د ویلو لپاره ډیرې خبرې لرم.»