Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123

په تخار کې د امنیه قومندانۍ د معتمد له کوره وسلې او مهماتو تر لاسه شوي

$
0
0
د تخار ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند خلیل اسیر وایي، د امنیه قومندانۍ تخنیکي مدیریت معتمد بریالي ۸ کاله دغه دنده ترسره کړې وه؛ خو څه وخت مخکې یې پر ډزو یو ساتنمن ټپي شوی و او پولیس د ده د نیولو لپاره کورته ورځي، چې د پلټنې پر مهال یې له کوره ۵۰ میله بېلابېلې وسلې، په ډېر شمېر مهمات، دوه رنجر موتر او یو موتر سایکل تر لاسه کیږي.    د تخار ولایت د پوځي څارنوالۍ رییس احمد الله رشیدي له قانون څخه د پولیسو سرغړونو اندېښمن کړی او وایي، چې د روان کال له پیله  د پولیسو لسګونه کارکوونکي د بېلابېلو تورنو له کبله نیول شوي دي. په تخار کې د مدني ټولنو رییس زمان خان د پولیسو په لیکو کې له ستونزو اندېښمن شوی او وایي، داسې کسان هم شته، چې د پولیسو له نامه ناوړه ګټه پورته کوي. له دې مخکې هم پولیسو د پولیسو د ځانګړې قطعې له الکولي مشروباتو ډک یو موتر نیولی و او دغه راز د تخار د برې کوکچې د څو کسو پوځیانو له نیولو هم خبر ورکړ شوی و، چې طالبانو ته یې وسلې او مهمات لیږدول.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>