Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123

پر دولتی او دیپلماتیک ادارو باندی حمله، د امنیتی ځواکونو سره په همکاری ترسره کیږی

$
0
0
جنرال زلمی وردک د آوا سره په خبرو اترو کی، د تروریستی او امنیتی ځواکونو د هکاری څخه خبر ورکړ.  ښاغلی وردک وویل: بیله شکه د آلمان پر سفارت خانی باندی حمله په پنج شنبه شپه کی، د بلخ ولایت د لوړو مقاماتو په همکاری صورت نیولی دی.  هغه تصریح کړ: که امنیتی مقامات په دی برخه کی د تروریستانو سره همکاری ونه کړی؛ ددی ډول حملی صورت نیول په منطقه کی د تصور څخه خارج دی.  دا اتهام په داسی صورت کی مطرح کیږی چی پرون، د بلخ د امنیی قوماندان، ښاغلی سادات د امنیتی ځواکونو د پټ همکاریو څخه دتروریستانو سره ددی حادثی په اړه خبر ورکړی دی.  وردک په دی اړه چی په شمال کی جنګونه بلخ ته هم رسیدلی دی که نه؟ وویل: قطعآ د جنګ د جغرافیی په انتقال سره د جنوب څخه شمال ته، د ناامنی احتمال په دی منطقه کی پیش بینی کیدی او د آلمان پر سفارت باندی حمله ددی شاهد دی.  ښاغلی وردک په هیواد کی جاری جنګ، د افغانانو جنګ نه؛ بلکه د هیوادو استخباراتی جنګ، چی د خپلو استراتیژیک اهدافو لپاره د افغانستان څخه د ډګرپه توګه استفاده کوی، وبلل.  په همدی حال کی ښاغلی منیر فرهاد د بلخ ولایت ویاند د آوا سره په خبرو اترو کی د څیړنو دشروع څخه چی آیا امنیتی ځواکونه اولوړ مقامات په حملو کی لاس لری که نه وویل: د کشفی او امنیتی ځواکونو تحقیقات په دی برخه کی شروع سوی دی او ډیر ژیر به دا موضوع معلوم سی.  د پنج شنبی شپی حمله د آلمان پر سفارت خانی باندی، د شدید مالی خساراتو سره ۶ تنه شهید اود ۱۱۹ تنو څخه د ډیرو د ذخمی کیدو لامل سوی دی.  لیدل کیږی چی د جنګ د جغرافی انتقال د جنوب څخه شمال لوری ته چی تیر کال طرحه ریزی سوی وو او بی شمیره خسارات د خلګو لپاره درلودی، اوس د بلخ د ولایت په شمول دا پلان د تکمیل په حال کی دی

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>