د جمعی په ورځ د فرهنګی نهادو څخه یو مراسم د ( د کابل شپی ) په نامه د بخارا د فرهنګی – ادبی مجلی د موسس په افتخار او د هغه مجلی د مدیر په افتخار د کابل په لویدیځ کی صورت ونیوی.
په دی مراسمو کی د هیواد ډیر فرهنګیان او لیکونکی حضور درلودی، د هغه برنامی د میلمنو په ښه راتګ سره، ځینی خلګ خپل نظریی د افغانستان د حکومت د فرهنګی عملکرد په اړه وړاندی کړ.
هغه عمده انتقاد چی د افغانستان پر حکومت یی وارد کړ داوو چی د افغانستان حکومت فرهنګی کارونه څنګ ته پریښی دی او خپل ټول توجه اقتصادی مسایلو ته معطوف کړی دی.
که څه هم د مراسم ځینی خبری کوونکی دا نظریه غلطه وبلل او پر دی نظریی یی انتقاد وکړ، خو اساسی نکتو ته اشاره ونه کړ او یا هم د یاده یی وتلی دی.
دا ذهنیت د لیکونکی لپاره خلق سوی دی چی دا ښه کار دی چی د حکومت لید او عملکرد د نقد او تحلیل قرار درلودی، خو په دی معنی دی چی ټول کار په حکومت اړیکه ورکړو او هغه وخت حکومت په تحلیل قرار ورکړو.
ددی لپاره چی حکومت د انتقاد لاندی راولو بیاد لومړی د هیواد اساسی قانون او نور قوانین وګورو چی د حکومت پر غاړه دی اوهغه وخت د حکومت عملکرد په همدی قانونی چهارچوب کی دتحلیل او بررسی لاندی قرار ورکړو.
دوهم داچی د حکومت د انتقاد لپاره، د قانونی صلاحیتونو بر علاوه، اجتماعی هنجارونه او حکومتی اخلاقونه هم د توجه لاندی واقع سی یواځی قوانین او رسمی چهارچوب د دحکومت د عملکرد د انتقاد لپاره کافی نه دی.
دریم د حکومت ساختار هم د حکومت عملکرد مشخص کړی. ځینی وختونه دداسی حکومتونو سره مخ یو چی د هیواد ټولو امرور ته او مختلف نهادو په دخالت اجوی او تلاش کوی چی دا نظارت دومره پراخ کړی چی په ټولو چارو کی کوچنی او لوی دخالت ولری.
هغه حکومتونه چی په تیر وختونو کی ددی خاصیتونو درلودونکی وو د فکر جوړونه او د ټولنی اندیښی په خپل اختیار کی قرار ورکوی، هغه حکومتونه په دی باور وو چی هیڅ کار د حکومت د قدرت څخه دباندی وجود نه لری، او په هر چارو کی مداخلت کوی لکه په کورنیو، اقتصادی اوسیاسی او داسی نورو چارو کی.
خو نن دهغه ډول حکومتونو بنیادونه له منځه تللی دی، کمونیستی حکومتونه چی دا ډول کارونه یی ترسره کوله نور وجود نه لری. لکه څنګه چی په نړی لږ حکومتونه سته چی غواړی ټوله چاری تر خپل سلطی لاندی راولی. که څه هم چین او نور کمونیستی هیوادونه اوس هم دنړی په ځینی برخو کی ساه اخلی، خو دوی هم په دی باور دی چی ټوله چاری د خپل تسلط لاندی نه سی راوستلی.
په عمل کی هم شکاره کړی دی چی هغه حکومتونه نه دی توانیدلی د ټولنی لپاره مثبت کارونه ترسره کړی.
بل ډول حکومتونه وجود لری چی د هغوی عملکردونه د اساسی قانون حدود یو طرف او او نور قوانین له بل طرف، اجتماعی هنجارونه اواخلاقی چاری له بلی برخی مشخص کوی.
دا ډول حکومتونه علاوه پر دی قانونی محدودیت هم لری، اجتماعی هنجارونه هم دا حق هغوی ته نه ورکوی چی په فرهنګی چارو، دینی او یا د خلګو په مذهبی چارو کی دخالت وکړی او یا فرهنګی او دینی چارو په نسبت خاص لوری ونیسی.
نو دهمدی لپاره ښه حکومت هغه حکومت نه دی چی د خلګو په ټولو چارو کی دخالت وکړی.
که څه هم دافغانستان حکومت د ډیرو ضعفونو لرونکی دی او د ډیرو انتقادونو لاندی قرار نیولی سی؛ خو دا به غلط وی چی حکومت په فرهنګی چارو کی دخالت وکړی او خلګ هغه تشویق کړی.
که حکومت په فرهنګی چارو کی دخالت وکړی او یا دفرهنګی چارو آزاد تولید تر خپل کنترول لاندی ونیسی، هغه مواد چی د حکومت تر نظر لاندی تولید کیږی د دولت بوی ځانته نیسی یو ډول ناغوښتی الزام پر خلګو تحمیلوی.
نو دهمدی لپاره نه داچی دولت په فرهنګی چارو کی مداخلت ونه کړی بلکه هر وخت چی حکومت په فرهنګی چارو کی دخالت وکړی باید تر انتقاد لاندی قرار ونیسی. عجب دادی چی هغه کسان حکومت په فرهنګی چارو کی تشویقوی چی د رسنیو پر آزادی هم باور لری!