Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21133

په هیواد کی د ۲۸ میلیونو سیمکارتونو خرڅیدنه

$
0
0
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبرله مخی، نجیب ننګیال، د مخابراتو او معلوماتی تکنالوژی وزارت ویاند وویل: د اوو یا اتو میلیونو په شاوخوا سیمکارتونه امکان لری چی ثبت وی، خو د صحیح ثبت په اړه یی هم مطمئن نه یو؛ ځکه چی پریوه تذکره باندی ځینو وختونه پنځه یا لس او یا هم پنځوس سیمکارتونه ثبت سوی دی چی دا زموږ لپاره د قبول وړ نه دی. د مسئولینو په وینا، په دی منځ کی، ۲۲ میلیونه سیمکارتونه فعال او ۶ میلیونه یی غیری فعال دی چی د څوارلس میلیونوفعالو سیمکارتونو په شاوخوا تراوسه نه دی ثبت سوی. د مخابراتو او معلوماتی تکنالوژی وزارت وایی چی د سیمکارتونو ثبت نوی طرحه د نظر غوښتنی لپاره مخابراتی شرکتونو ته استولی دی او ددی طرحی عملی کولو پروسی په شروع سره به ټول مخابراتی شرکتونه مکلف سی ترڅو راتلونکی شپږو میاشتو کی، خپل ټول سیمکارتونه ثبت کړی. په دی حال کی، د فناوری چارو ځینی پوهان د مخابراتو وزارت دی تازه طرحی څخه په ښه راغلاست سره وایی چی د سیمکارتونو غیری معیاری خرڅونی، ډیر ټولنیز او امنیتی مشکلات رامنځته کړی دی.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21133


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>