Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123

د جمهور رئیس غني او جمهور رئیس محمدوف په حضور کې د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ اوه موافقتنامې لاسلیک شوې

$
0
0
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني ته د ترکمنستان جمهور رئیس قربانقلي بردي محمدوف د یو لړ رسمي تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې چې د دواړو هېوادونو ملي سرودونه په کې وغږول شول، نن له غرمې مخکې په پلازمېنه عشق اباد کې د یاد هېواد په جمهوري ریاست کې ښه راغلاست ووایه.د تشریفاتو قطعې له معاینې او یو بل ته د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو پلاویو له ورپېژندلو وروسته جمهور رئیس غني او د ترکمنستان جمهور رئیس قربانقلي بردي محمدوف په خپلمنځي کتنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا پیاوړتیا او اقتصادي همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.د ترکمنستان جمهور رئیس له جمهور رئیس غني څخه له دې امله مننه وکړه چې د ده په رسمي بلنه یې ترکمنستان ته سفر وکړ او همدارنګه یې دغه سفر د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د لا پیاوړتیا او اقتصادي همکاریو د زیاتوالي لپاره ګټور وباله.نوموړي وویل، ترکمنستان له افغانستان سره د غازو، انرژۍ او ترانزیت په برخه کې سندونه لاسلک کړي او په دې برخه کې مهمې پروژې پیل شوې دي. هغه زیاته کړه، موږ به هم افغانستان ته او هم د افغانستان له لارې زیاته برېښنا صادره کړو.ښاغلي قربانقلي بردي محمدوف وویل، د برېښنا صادرات او اقتصادي همکاري د ترکمنستان او افغانستان د اړیکو د پیاوړتیا او خلکو ته د شغل د ایجاد تر څنګ د دواړو هېوادونو د اقتصادي ودې په برخه کې هم لویه مرسته کولی شي.هغه څرګنده کړه، هېواد به یې د اقتصادي همکاریو ترڅنګ له افغانستان سره فرهنګي او بشري همکارۍ هم زیاتې کړي، ځکه ترکمنستان او افغانستان ګډ تاریخي، کلتوري، هنري ارزښتونه او مشترکات سره لري.د ترکمنستان جمهور رئیس وویل، هېواد یې په بېلابېلو برخو کې د افغان محصلینو د روزنې په برخه کې کافي ظرفیت لري او موږ به په دې برخه کې له افغانستان سره خپله همکاري دوامداره وساتو.په دغه کتنه کې د ترکمنستان جمهور رئیس د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس ته په ترکمنستان کې ترسره کېدونکو اسیايي رزمي لوبو او سیالیو کې د ګډون بلنه ورکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې دا سفر به د دواړو هېوادونو لپاره ښې پایلې ولري.ښاغلي محمدوف وویل، زموږ اړیکې په لوړه کچه موجودې دي او دا اړیکې به نورې هم پراخه او پیاوړې کړو. هغه زیاته کړه، د تروریزم، افراطیت، نشه یي توکو او سازمان شویو جرمونو په اړه مبارزه د هېوادونو ګډې همکارۍ ته اړتیا لري او په دې اړه زموږ او د معتبره بین المللي سازمانونو نظریات سره ورته دي.قربانقلي بردي محمدوف وویل، ترکمنستان او افغانستان د دوه اړخیزو اړیکو تر څنګ له سیمې سره هم ښه مناسبات لري او همدارنګه د سیمې د هېوادونو لپاره د همکاریو داسې طرحې لرو چې د هېوادونو د اقتصادي ودې او راتلونکي لپاره ګټورې دي.جمهور رئیس غني د ترکمنستان له جمهور رئیس څخه د ده د تود هرکلي او مېلمه پالنې ترڅنګ له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو له امله مننه وکړه او وې ویل، د ترکمنستان بې طرفه مثبت سیاست د سیمې او نړۍ لپاره یو مثال دی او د همدغه سیاست له امله افغانستان او ترکمنستان دوه ښه دوستان دي.جمهور رئیس وویل، نړۍ هره ورځ د ترکمنستان د دغه مثبت سیاست شاهده ده، هغه زیاته کړه، افغانستان او ترکمنستان د ګډو تاریخي ارزښتونو او میراث له مخې دوستانه اړیکې او مناسبات لري.د هېواد جمهور رئیس د ترکمنستان له جمهور رئیس څخه له دې امله مننه وکړه چې د اتامراد- اقینې اورګاډي کرښې د پرانیستې لپاره افغانستان ته راغلی وو او هیله یې څرګنده کړه چې په نږدې راتلونکي کې د تورغنډۍ اورګاډي کرښې د نښلولو شاهدان واوسو.جمهور رئییس د ترکمنستان په کوربه توب د بین المللي ټرانسپورټ کنفرانس د همکاریو د رامنځته کولو لپاره یو اساس وباله او زیاته یې کړه، د انرژۍ په برخه کې زموږ همکارۍ ورځ تر بلې زیاتېږي، ځکه برېښنا د زیربنا ، زیربنا تشکیلوي.جمهور رئیس غني وویل، کله چې د مرکزي اسیا انرژي د افغانستان له لارې جنوبي اسیا ته ولېږدول شي، نو اسیا به بدله شي، هغه زیاته کړه، دا به یوازې اړیکه نه، بلکې مواصلاتي دهلېز وي او دا به د دې لامل شي چې ترکمنستان او افغانستان د اسیا نورو هېوادونو او اروپا سره په اساسي توګه وصل شي.د دغې کتنې په پای کې د افغانستان او ترکمنستان مقاماتو د افغانستان د جوزجان او د ترکمنستان مخدوم قلي دولتي پوهنتونو تر منځ دعلمي او ښوونیزو چارو، د افغانستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارتونو،، د اوبو او انرژۍ وزارتونو تر منځ، د غالیو د صنعت، د جاده یي بین المللي ټرانسپورټ، د افغانستان او ترکمنستان دولتي سرحد کې د اورګاډي کرښېئ بین المللي عبور د ځای، د اقینه- امام نظر تم ځایونو تر منځ د افغانستان-ترکمنستان د دولتي سرحد له لارې د اورګاډي کرښې د سازماندهي په اړه د همکاریو اوه بېلابېلې موافقتنامې لاسلیک کړې.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>