$ 0 0 د آوا په ګزارش سره، د کنر ولایت سرکانی ولسوالی ځینی اوسیدونکی د اندیښنی په ښودلو سره سلام وطندار ته وویل، پاکستانی نظامیان پاکستانی نظامیان د پرون سهار څخه پر دی ولسوالی باندی موشکونه توغوی. د هغوی په وینا، دا موشکونه ډیر د دونهی، نولی، دوسرکه او ناوی سیمو باندی موښتی دی. بختیار، د سرکانی یو اوسیدونکی وایی، د پرون سهار څخه تراوسه ۲۰ دانی موشکه ددی ولسوالی ځینو سیمو باندی نښتی دی، خو تراوسه د موشکونو پرځای پاتي زیانونو په اړه معلومات نشته. غنی مصمم، د کنر والی ویاند ددی خبری په تایید سره وایی، یواځی تیره ورځ ۶ موشکونه د سرکانی ولسوالی ځینو سیمو باندی توغول سوی دی او وایی چی کوم چا ته زیان نه دی رسیدلی. محمدرحمان دانش، د دانګام ولسوال هم وایی، تیره ورځ د ۳۰ موشکونو په شاوخوا د دیورند هغه لوری څخه د سرکانی پر ولسوالی باندی موښتی دی، خو کوم تلفات نه دی درلودلی.