Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123

د داعش ډله لس تنه طالبانو سرونه پریکړل

$
0
0
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبرله مخی، بازمحمدداور د درزاب ولسوالی سرپرست وویل چی د طالبانو څخه لس تنه، د جمعی په ورځ د قوماندان بلال په مشرتابه سره، د فاریاب څخه درزاب ولسوالی ته روان وو، چی د داعش ډلی د کسانو کمین سره مخ سو. هغه زیاته کړه: هغوی د یو لنډ نښتی وروسته د داعشیانو له لوری په اسارت نیول سوی دی او د سردره قریه ته نږدی څخه د درزاب ولسوالی آق بلال قریه ته لیږدول سوی دی او دا کسان وروسته ددی چی دوه شپی په بند کی تیرکړل، ټوله سرونه یی پری او داعشیانو د هغوی سرونه د آق بلال په یو څاه کی واچوله. هغه زیاته کړه چی د معلوماتو له مخی، داعشیان اجازه نه ورکوی چی وژل سوی کسانو جسدونه خلګ د هغوی کورنیو ته تسلیم کړی او داعش خپل کسان ګمارلی دی ترڅو د څاه څخه څوک جسدونه ونه باسی.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>