$ 0 0 په ختیځ ننګرهار ولایت کې د سړک غاړې ماین چاودنې په ترڅ کې لږ تر لږه ۷ تنه ملکي وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.پیښه تیره ورځ ناخته د اچین ولسوالی په اړوند سیمه کې رامنځته شوه.د صدای افغان خبری آژانس(آوا)، د ننګرهار لایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې ننګرهار ولايت د اچين ولسوالۍ باندړ درې سيمه کې نن غرمه دولس په يو ډاډسن ډوله موټر د سړک غاړې ماين چاودنه شوې،چې امله يې اووه تنه وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.خبرپاڼه زیاتوي، چې د لومونيو معلوماتو له مخې دپېښې ټول کسان ملکي وګړي وو،چې ټپيان يې د غني خيلو روغتون ته ليږل شوي او وضعيت يې د ډاډ وړ دى .د سیمه ییز چارواکو په وینا، د سړک غاړې ماين د داعش وسله والو له لورې ځاى پر ځاى شوى وو.د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.