$ 0 0 د کورنیو چارو وزارت وايي، تېر مازیګر د میدان وردګو د نرخ ولسوالی په اړوند سیمه کې د وسلوالو طالبانو ولسوال ملابشیر، چې په ملا فاتو یې ځان شهرت ته رسولی و؛ د ځانګړیو امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.د کورنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ملا بشیر تېره مازیګر د ځانګړیو امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی، دوه ساتونکي یې ټپیان او یوشمېر وسلې یې هم پولیسو ته په لاس ورغلي دي. ملا فاتو د دغه ولایت د نرخ ولسوالۍ د لویې لارې په یو شمېر بریدونو کې هم پراخ لاس درلود. ویل کیږي، چې په دې عملیاتو کې ځانګړیو پولیس ځواکونو او عامو وګړیو ته زیان نه دی رسیدلی. د ملي پولیسو ځانګړیو ځواکونو د تروریزم او ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې ټینګې هلې ځلې کړي او د روان کال په عملیاتو کې یې د طالبانو ډېر لوړپوړي قومندانان له منځه وړي دي. وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.