Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21225

د سلما بند په ساتندویه ځواکونو حمله کې ۱۰ افغان پوځیان وژل شوي

$
0
0
د هرات سیمه ییز چارواکي وايي، پرون شپه د سلما بند په ساتندویه ځواکونو وسله والو طالبانو حمله کړې او لس افغان پوځیان یې وژلي دي. د هرات د چشت شریف ولسوال فرهاد خادمي ازادي راډیو ته نن په ټلیفون د افغان پوځیانو وژل کېدل تائید کړل او ویې ویل چې یو پوځي ژوبل دی او په ځوابي ډزو کې څلور طالبان هم وژل شوي دي. په چشت شریف ولسوالۍ کې د سلما بند د ساتندویه ځواکونو او وسله والو طالبانو نښتې شاوخوا دوه ساعته دوام کړی و. د هرات د امنیه قومانداني ویاند عبدالاحد ولیزاده ازادي راډیو ته وویل چې یو شمېر نور ځواکونه د پېښې سیمې ته لیږل شوي دي.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21225


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>