Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123

جمهور رئیس غني د نېکمرغه کوچني اختر د لمانځه له ادا کولو وروسته یو ځل بیا له وسله والو مخالفینو څخه وغوښتل چې د سولې بهیر سره یو ځای شي

$
0
0
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني نن سهار د تشريفاتو ګارډ له معاينې وروسته، د ارګ جامع جومات کې د نېکمرغه کوچني اختر لمونځ اداکړ او له لمونځ کوونکو سره یې روغبړ او د اختر مبارکي وکړه. جمهور رئیس غني د اختر د لمانځه له ادا کولو وروسته، د رسنیو په حضور کې د افغانستان ملت او د شهیدانو کورنیو ته د اختر مبارکي وویله. د خدای تعالی په دربار کې یې شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د سالمې روغتیا هیله وکړه. جمهور رئیس د هېواد له ټولو امنیتي او دفاعي منسوبینو څخه چې له کورونو لیرې په غرونو، دښتو او تپو کې شپه او ورځ د هېواد او هېوادوالو د ساتنې په موخه خپلې ملي او اسلامي دندې ترسره کوي، د دولت او ملت په استازیتوب مننه وکړه. جمهور رئیس وویل، تروریزم هیڅ سرحد نه پېژني او همدارنګه یې پر حرم شریف د تروریستي برید هڅه وغندله او زیاته یې کړه، د حرم شریف ساتنه د ټولو مسلمانانو دنده ده. د هېواد جمهور رئیس له کابل ښاریانو څخه له دې امله مننه وکړه، چې د مشورتي ناستو په لړ کې یې د بېلابېلو مسایلو په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه ورسره شریک کړل. هغه څرګنده کړه، د دغو مشورو په رڼا کې د کابل ښار لپاره برابر شوي امنیتي او همدارنګه د کابل لپاره عاجل انکشافي او اقتصادي پلان به ژر له هېوادوالو سره شریک شي. محمد اشرف غني وویل، له بېلابېلو اقشارو سره د مشورو دغه لړۍ به د هېواد ټولو ولایتونو ته وغځېږي او له ټولو ولایتونو څخه به د بېلابېلو اقشارو استازي د مشورو لپاره کابل ته راوغوښتل شي، تر څوټول هېوادوال د حکومت په پلانونو او برنامو کې خپل ځان شریک وبولي. جمهور رئیس وویل، سوله زموږ اساسي غوښتنه ده او د چین د بهرنیو چارو وزیر په همدې موخه پرون کابل ته راغی او د سولې او ثبات د تامین او د تروریزم پر ضد د ګډې مبارزې په اړه یې ورسره خبرې کړې دي. جمهور رئیس له وسله والو مخالفینو څخه چې هره ورځ زموږ بې ګناه هېوادوال د ویر په ټغر کېنوي وغوښتل چې که افغانان یاست، نو د سولې له بهیر سره یو ځای شئ او که له سولې څخه سرغړونه وکړئ، نو زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه به مووځپي، ځکه په دې اړه ولس، نړۍ او د اسلامي نړۍ اجماع له موږ سره ده. د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه، دولت د مشورې او تدبیر له لارې ستونزو او مسایلو ته مناسبې حل لارې لټوي. هغه زیاته کړه، موږ د امن، سوکاله، پرمختللي او داسې افغانستان هڅې کوو چې هر افغان په کې ځان مصئون او خوندي احساس کړي.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>