Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21294

الکوزی شرکت ته د ځمکی خرڅولو قرارداد د لغوی لپاره د مجلس تصمیم په وړاندی د سنا دریدنه/ مختلط کمیته باید جوړ سی

$
0
0
د آوا په ګزارش سره، فضل هادی مسلمیار؛ د سنا مجلس مشر وویل: د نمایندګانو مجلس خپل مصوبه الکوزی شرکت په اړوند بیله دی چی سنا مجلس ته واستوی حکومت ته استولی دی. هغه د مجلس دا کار د قانون او پارلمانی عرف خلاف وبلل او زیاته کړه: د نمایندګانو مجلس دا تصمیم د سناتورانو له لوری رد سوی دی چی په دی صورت کی باید د دواړو مجلس څخه مختلط هیئت جوړ سی. مسلمیار وویل: مجلس که مختلط هیئت جوړ نه کړی، سنا مجلس به هم خپل تصمیم الکوزی شرکت ته د ځمکی خرڅولو تایید لپاره حکومت ته استوی. د نمایندګانو مجلس تیره دوشنبه الکوزی شرکت ته د ۱۴۳ جریب ځمکی خرڅول غیری قانونی اعلان او اکثره نمایندګان دا خرڅونه رد کړ. د نمایندګانو په وینا، ددی ځمکی هر جریب ۶۰۰ زره دالر ارزښت لری، خو حکومت هغه بی له داوطلبی او په کښتی نرخ سره الکوزی شرکت ته خرڅ کړی دی.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21294


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>