Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123

حکومت غواړی د وکیلانو او سیاسی منتقد کسانو غږ بند کړی

$
0
0
د آوا په ګزارش سره، جعفری مهدوی؛ د مجلس غړۍ د مجلس په ناسته کی وویل: حکومت هڅه کوی چی د هغه کسانو په وړاندی چی په پارلمان کی د حکومت په وړاندی اصلاح غوښتنی نه بل ادعا نه لری سرکوب کړی. ښاغلی مهدوی زیاته کړه: داسی اوریدل کیږی چی د درانده جرایمو ریاست ته دنده سپارل سوی دی چی منتقد وکیلانو لپاره دوسیه جوړه کړی تر څو هغوی د حکومت څخه په سکوت باندی مجبوره کړی. هغه دی ته په اشاره سره چی د حکومت دا موضوع و دیکتاتوری لوری ته حرکت دی، وویل: که منتقدین په هر صورت سره سکوت ته مجبوره سی، د نظام شیرازه به سقوط وکړی. هغه د مجلس مشر څخه وغوښتل چی د یو مکتوب په استولو سره و حکومت ته وویل سی چی په دوسیه جوړونی سره د خلګو غږ د وکیلانو په غاړه کی بند نه کړی. په همدی حال کی عارف رحمانی، په مجلس کی د غزنی خلګو نماینده هم د ښاغلی مهدوی خبرو په تایید سره وویل چی قضیه د پرونده یا دوسیه جوړونی څخه تیر سوی دی. هغه وویل: د ۲۰ تنو په شمیر وکیلان زما په شمول چی د حکومت څخه نیوکه کوی، په دی نوملړ کی شامل یو، موږ د هغه نیوکو په خاطر چی کوو لګښت ورکوو او د ګواښ په وړاندی قرار لرو. د ریاست جمهوری ارګ هر وخت اعلان کړی دی چی په افغانستان کی د آزادی بیان حق څخه ملاتړ کوی اود منتقدانو نظر ته احترام کوی.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>