$ 0 0 د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی، سیمه ییز چارواکي زیاتیوی، په هلمند کې د وسله والو طالبانو یوې ډلې پر بلې ډلې طالبانو ځانمرګی بریدکړی دی. د هلمند ولایت چارواکی ویلی، ددی ولایت د ګرشک ولسوالۍ په سامینار دښته کې د چهارشنبي ورځ د موټر بم چاودنه شوې ده. د هلمندولایت د والي ویاند عمر ځواک په دی اړه وایی، چې د یاد پېښه نن سهار شاخوا ۷ بجې ددی ولایت د ګرشک ولسوالۍ په سامینار سیمه کې رامنځ ته شوې ده. د هلمند د والي ویاند وایی، دا برید د ملا رسول تر مشرۍ لاندې د طالبانو پر بېلې شوې څانګې ترسره شوی دی. هغوی ویلی، چې په دې پېښه کې ۵ تنه وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.