Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21133

سناتوران: امریکا د تروریزم سره مبارزه کی صادقه نه دی/ د سولی عالی شورا دی منحل سی

$
0
0
د افغان غږ آوا د خبر له مخی، آصف صدیقی، د مجلس دوهم معاون چی د تیری ورځی سنا ناستی ریاست په غاړه درلود، وویل: سربیره پردی چی امریکا پوهیږی چی د تروریزم سرچینی چیری ددی او هراس افګنان د چا لوری نه ملاتړ کیږی، خو سربیره پر هغه هم د تروریزم ملاتړ کوونکی هیواد سره مرسته کوی. ښاغلی صدیقی زیاته کړه هغه وخت چی امریکا د تروریزم ملاتړ کوونکی هیواد څخه ملاتړ کوی، نو د افغانستان سره امنیتی پیمان عقد په څه درد خوری. حسیب الله کلیمزی، د مجلس غړۍ د حکومت څخه په نیوکه وویل: خوږ خپل ملی ګټو ته صادق نه یو که وای، په افغانستان کی د سولی تامین او جنګ پای ته رسولو لپاره به آمریکا تر فشار لاندی راوړی وای. ښاغلی کلیمزی امریکا او ناتو په افغانستان کی د جنګ عاملان وبلل او تینګار وکړ چی حکومت باید ددی هیوادونو څخه وغواړی ترڅو جنګ ته په افغانستان د پای ټکۍ کیږدی. د ملی وحدت حکومت خپل لمړۍ ورځنۍ کارونو کی امنیتی پیمان د امریکا سره امضا کړل؛ خو ډیرۍ نمایندګان او پوهان وایی چی د هغه ورځ څخه چی امنیتی پیمان امضا سوی دی، امنیت په افغانستان کی ورځ په ورځ خراب سوی دی. د ملی شورا غړی ډیر ځلی د امریکا سره د امنیتی پیمان تجدید نظر غوښتونکی سوی دی، خو کوم اقدام په دی لړ کی نه دی اخیستل سوی. د سولی عالی شورا منحل سی له بل لوری، آصف صدیقی د سنا مجلس دوهم معاون د سولی عالی شورا شتون څخه نیوکی وکړی او وویل چی دا شورا د تاسیس وخت څخه تراوسه پوری هیڅ مثبت لاسته راوړنه نه ده درلودلی. ښاغلی صدیقی زیاته کړه: د سولی عالی شورا باید منحل سی او حکومت د یو برنامی پر سر باید کار وکړی او په هغه کی ملی شورا غړۍ، ارشاد وزارتونو مسوولان او مج اوقاف او معارف غړۍ شامل وی.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21133


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>