Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21133

مټیس: د افغانستان په اړه نوې تګلاره کې به “سیمه ییز کړنلاره” هم شامل وي

$
0
0
د امریکا دفاع وزیر جیم مټیس وایي، د افغانستان په اړه د امریکا متحده ایالاتو په نوې تګلاره کې به سیمه ییز کړنلارې هم شامل وي.ښاغلي مټیس دغه څرګندونې تېره ورځ د امریکا متحده ایالاتو کانګرس ته د وینا پر مهال وکړه او زیاته کړه، چې دی به د افغانستان د مسلې په اړه یوه سمه تګلاره ولسمشر ټرمپ ته وسپاري. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار مک ماسټر، چې نږدې دوه مشاتې مخکې پلازمېنې کابل ته د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د افغانستان په اړه د متحدو ایالتونو د پالیسۍ د بیاکتنې لپاره راغلی و، ډاډ یې ورکړ، چې دغه هېواد له افغانستان سره د خپلو امنیتي همکاریو پراختیا ته ژمن دی. د ملي امنیت شورا په وینا، ښاغلي مک ماسټر زیاته کړه، چې د افغان هوایي پوځ د محاربوي قابلیتونو د لوړولو په برخه کې د افغان دولت د پالیسۍ ملاتړ کوي او د افغان هوایي ځواک د تجهیز او انکشاف لپاره هر راز همکارۍ ته چمتووالی لري. نوموړی د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د څلور کلن امنیتي پلان څخه هم د خپل هېواد د ملاتړ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې د ولسمشر ډونالډ ټرامپ اداره باور لري، چې د دې پلان په تطبیق سره به په افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښونه له منځه لاړ شي. د نوموړي په وینا، له افغانستان سره د متحدو ایالتونو همکارۍ به د نظامي برخې ترڅنګ، په انکشافي او زېربنایي سکتورونو کې هم دوام ولري. د متحدو ایالاتو د ملي امنیت سلاکار د سولې په پروسه کې هم د افغان دولت له پالیسۍ څخه د خپل هېواد د ملاتړ د دوام اطمینان ورکړ.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21133