د افغانستان د مالیې وزارت چارواکي وایي، یاد وزارت د اصلاحاتو راوستو له امله له نړیوال بانک څخه ۱۸۹ میلونه ډالره مرسته تر لاسه کړي دي. د ماليې زارت ویاند اجمل عبدالرحیمزي نن خبریالانو ته وویل، چې مالیې وزارت له ژمنې سره سم په ۵ برخو کې د اصلاحاتو راوستو له امله له نړیوال بانک څخه ۱۸۹ میلونه ډالره مرسته تر لاسه کړه. هغه زیاته کړه، چې تردا مهاله مالیې وزارت د ۹۰۰ میلون ډالرو مجموعي مرستو له جملې څخه ۵۵۰ میلون ډالره تر لاسه کړي دي. د ښاغلي عبدالرحیمزي په وینا، پاتې مرستې به د عایداتي منابعو،تشکیلاتو،مالي مدیریت،دمرستومؤثریت او ولایتي بودجې جوړونې په برخوکې داصلاحاتوراستو په موخه د ۳ کلونوکې ترلاسه شي. دا په داسې حال کې ده نړیوال په خپل نوې راپور کې د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه اندیښنې ښودلې دي. د راپور پر بنسټ د بېوزلۍ او ناامنۍ پراخوالی او پڅه اقتصادي وده، د افغانستان راتلونکی ګواښي. |
![]() |