Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123

په افغانستان کی د مشکوکو الوتکو ناستی په اړه آمریکا ځواب ورکړی

$
0
0
د آوا د خبر له مخی، فضل هادی مسلمیار، د سنا مجلس مشر د نن په علنی ناسته کی وویل چی د افغانستان فضا د آمریکا په لاس کی ده او ددی هیواد مقامات باید د هلیکوپترانو ناستی په اړه خلکو ته معلومات ورکړی تر څو اندیښنی له دی لوری څخه رفع سی. محمد علم ایزدیار، د سنا مجلس لمړۍ معاون هم د طالبانو تر کنترول سیمو کی د مشکوکو هلیکوپترانو اندیښنی څخه وویل: د افغانستان امنیت د نړیوال ټولنی په لاس کی دی او باید په دی برخه کی ځواب ورکړی. ښاغلی ایزدیار زیاته کړه چی دا الوتکی نړیوال ټولنی پوری مربوطیږی او یا هم د نورو هیوادونو څخه افغانستان ته واردیږی باید واضح سی. د څه وخت راهیسی، د خلګو نمایندګانو او سیمه ایز حکومتونو له لوری داسی خبری خپریږی چی د طالبانو تر کنترول سیمو کی ناپیژانده الوتکی د هغوی تجهیز لپاره کښته کیږی. خو جنرال دولت وزیری، د ملی دفاع وزارت ویاند په یو خبری ناسته کی وویل چی د ناپیژانده هلیکوپترانو کیناستل په فاریاب او سرپل او بدخشان کی یو بی سنده ادعا ده. ښاغلی وزیری وویل: د ملی دفاع وزارت په دی لړ کی هیڅ ډول سند نه لری او د خلګو څخه غواړی چی هر ډول سند چی شتون ولری، د ملی دفاع وزارت سره شریک کړی، تر څو په روشنایی کی یی تصمیم ونیول سی. دا لمړۍ ځل نه دی چی د ناپیژانده الوتکو کیناستلو څخه ګزارش ورکول کیږی؛ بلکه مخکی ددی هم د مخکنۍ دولت او اوسنی دولت کی د ناپیژانده هلیکوپترانو کیناستلو څخه د طالبانو تر کنترول سیمو کی ګزارش ورکړل سوی دی. په شمالی او شمال ختیځی ولایتونو کی د الوتکو کیناستلو څخه ګزارشونه په داسی حال کی خپریږی چی طالبان او نور تروریستی جریانات هوایی ځواک او هلیکوپتر ته لاسرسي نه لری. تر اوسه د ناپیژانده الوتکو کیناستو خبری په سرپل، جوزجان، بغلان، غزنی او ځینی نورو شمالی او ختیځو ولایتونو کی خپور سوی دی.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>