Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123

د الوتکو کیناستل، بینا سترګی غواړی نه د هوا څخه مدرکونه!

$
0
0
لکه څنګه چی پوهیږو د څو کالو راهیسی، د طالبانو تر کنترول سیمو کی د ناپیژانده الوتکو کیناستلو خبری په رسنیو کی خپریږی. خو ددی ځلی موضوع توپیر کوی؛ ددی خبری داخلی پوشش سربیره، خارجی رسنۍ هم د انعکاس څخه مبادرت کړی دی او روسیه هم د ناپیژانده یا مشکوکو هلیکوپترانو تلل او راتلل د طالبانو کنترول سیمو کی پوښتنه منځته راوړونکی بللی او ویلی دی چی هغه کسان چی د افغانستان هوایی حریم اداره کوی باید په دی اړه نړیوالی ټولنی ته ځواب ورکړی. د مشکوک هلیکوپترانو کیناستل د افغانستان په ځینو سیمو کی، هغه څه نه دی چی د هغه څخه د یو بی اساسه شایعی په حیث اعلان کړل سی او د هغه څخه سترګی پټ کړل سی. د کارپوهان په نظر هغه هیواد چی فوق العاده حساس او ماتیدونکی امنیتی شرائط لری، د مشکوکو هلیکوپترانو کیناستل، کولای سی حساسیت بستر او زمینه ډیره کړی او دهغه په لړ کی د جدی او پراخ څیړنی مهیا کړی؛ څه ورسیږی داسی موضوع ګانو ته چی ډیر مهم او خطرناک دی او د افغانستان په داسی بحرانی وضعیت کی باید حکومت او دهیواد امنیتی مقامات، دا موضوع باید تر هرڅه مخکی تر څیړنی او جدی او اساسی تحقیق لاندی ونیسی. د مشکوکو هلیکوپترانو کیناستل د هیواد په ځینو سیمو کی، د پرون او نن ورځی خبره نه دده؛ بلکه داسی پیښی په تیرو کلونو او ددی دولت څخه مخکی دولت کی ریشی لری او نن دا اندیښمند کوونکی سریال د ملی وحدت په حکومت کی هم نمایش ورکول کیږی او زموږ اندیښمند خلګ تر هغه هم اندیښمند کوی. دا موضوع؛ یعنی د مشکوکو الوتکو کیناستل، په تیرو وختونو او حال کی د خلګو نمایندګانو له لوری او پوه سیاسی زړه سواندو له لوری د پارلمان څخه دباندی، ډیر ځلی مخکنۍ او اوسنۍ دولتمردانو غوږونو ته رسولی دی او د هیواد امنیتی وضعیت لپاره لوی خطر بللی او هشدار یی ورکړی دی. اوس په داسی اندیښمند وضعیت کی جنرال دولت وزیری، د ملی دفاع وزارت ویاند، د دوشنبی په ورځ په یو خبری ناسته کی، د ناپیژانده هلیکوپترانو کیناستل د فاریاب، سرپل او بدخشان ولایتونو کی یو بی اساسه او بی سنده ادعا بولی او وایی: د ملی دفاع وزارت په دی لړ کی هیڅ ډول سند نه لری او د خلګو څخه غواړی چی هر ډول سند چی شتون ولری، د ملی دفاع وزارت سره شریک کړی، تر څو په روشنایی کی یی تصمیم ونیول سی. وزیری په داسی حال کی په شمالی او شمال ختیځی ولایتونو کی د مشکوکو هلیوکوپترانو تلل او راتلل بی سنده بولی چی څو ورځی مخکی ذبیح الله امانی د سرپل والی ویاند رسنیو ته ویلی دی چی ناپیژانده هلیکوپتران د طالبانو د تجهیز او تسلیح په مقصد ددی ولایت صیاد ولسوالی کی تلل او راتلل کوی. د مشرانو څخه یو خبره سته چی وایی هر وخت چی د یو انسان د خبری او نظر مخالفان د درو او څلورو څخه تیر سی او ۱۰ او یا هم تر هغه هم لوړ سی، عاقل انسان باید خپل خبری سموالی باندی شک وکړی او همداسی خپل خبری باندی ټینګار ونه کړی؛ ځکه چی لږ داسی واقع کیږی چی په سلهاوو کسه په خطا کی وی او یواځی دا انسان، سم آرا او نظریات خپلو ناستو کی رسنیو ته بیان کړی. پوهان په ددی باور دی چی د هیواد امنیتی مسئولین لکه د دفاع وزارت محترم ویاند په شان، ددی پرځای چی نور غلط وبولی او په تاسف سره دا په مخکنۍ او اوسنۍ دولتمردانو کی یو سیره او روش ته بدل سوی دی، که رښتیا هم د حقیقت په لټه کی دی او په معروف قول سره، کوم ریګ په څپلکو کی نه لری، په لنډ وخت کی حقیقت یابه هیات جوړ کړی او د مشکوکو هلیکوپترانو کیناستلو سیمو کی ولیږی او البته ددی هیات ترکیب هم باید داسی نه وی چی سمتی ګمان تقویت کړی او وروسته نتیجه لکه څرنګه چی دی د خلګو او رسنیو په اختیار کی کیږدی؛ تر څو په نتیجه کی د اوضاع په روشانه کیدو سره، آرامتیا خلګو ته وګرځی او د نظام او خلګو ترمنځ د اعتماد پایه هم استواره سی. د هیواد مسائلو تحلیلوونکی په لمړۍ قدم کی دداسی ګمانونو لپاره، د خارجی ځواکونو ګریبان نیسی او په بل قدم کی د دولت پوښتنه منځته راوړونکی سکوت د جدی او اساسی چالش او خنډ سره مخ کوی. بنا پردی، هغه ټول مسائل چی وویل سو دا ایجابوی ترڅو د هیواد امنیتی مقامات، تر هر وخت نه صادقانه خپل خلګو سره مخامخ سی او نسبت هغه پیښو ته چی کولای سی د هیواد امنیت ته ضربه ورکړی، مسئولانه عمل وکړی.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123