$ 0 0 د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نږدې ۲۰ کاله وروسته نن په پلازمینې کابل ته ورسېد. د راپورنو له مخې، په پام کې ده چې ښاغلي حکمتیار نن له ولسمشر محمد اشرف غني سره هم کتنه ولري. د حزب اسلامي ویاند قريب رحمان سعيد د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې د ښاغلي حکمتيار د راتګ لپاره بشپړه تياری نيول شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې د سه شبنې په ورځ د یاد حزب ۵۰ زندانيان د ولسمشر د فرمان پر بنسټ د پلچرخي له زندانه خوشي شول. چارواکي وایي، په پام کې ده چې ډېر ژر به د دې حزب یو شمېر نور زندانيان هم راخوشي شي. د افغانستان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سپتمبر په میاشت کې د سولې تړون لاسلیک شو . د تړون پر بنسټ، د حزب اسلامي ګوند له جګړې لاس اخلي، اساسي قانون مني او په بدل کې یې حکومت ورته د قانون په چوکاټ کې د بندیانو خوشې کولو او د حق العبد په استثنا د قضایي خوندیتوب په څېر یو لړ امتیازونه ورکوي. د تړون له مخې د افغانستان حکومت مکلف شو چې د ملګرو ملتونو او د امریکا په څېر نورو هېوادونو له تور نوملړ نه د حزب اسلامي مشرانو نومو لرې کولو هڅه وکړي.