$ 0 0 د ترکمنستان پلاوي په کابل کې له ولسمشر اشرف غني سره وکتل او د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه یې اندیښنه څرګنده کړه. د صدای افغان خبری آژانس(آوا)، د ترکمنستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف په کابل کې له ولسمشر اشرف غني سره د کتلو پر مهال وویل چې د افغانستان امنیت د عشقاباد هیله ده. رشید مرادوف زیاته کړه چې کله د افغانستان د امنیت په باره کې ناسمې خبرې اوري ترکمنستان اندیښمن کېږي. د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینهپال ازادي راډیو ته وویل چې جمهور رئیس د امنیت برخه کې د ترکمنستان پلاوي ته ډاډ ورکړ. نوموړي وویل: "د هېواد ولسمشر دغه پلاوي ته وویل چې د افغانستان حکومت له ناټو او نړیوالې ټولنې سره په همغږۍ څلور کلن امنیتي پلان جوړ کړی دی چې راتلونکو څلورو کلونو کې به د مشخصو اهدافو لپاره کار کوي. په څلورو کلونو کې به زموږ د ځانګړیو ځواکونو شمېر دوه برابره کېږي او زموږ د هوایي ځواکونو عملیاتي ظرفیت به لوړ شي او د هېواد اکثر ناامنه سیمې به د حکومت تر واک لاندې راځي." په ارګ کې د چهارشنبې د ورځې غونډه کې د افغانستان ولسمشر ټاپي پروژه یاده کړه او د اقینې د بندر د پرانېستو مسئلې ته یې اشاره وکړه. مینه پال وایي: "ولسمشر د ټاپي د کارونو د پرمختګ په اړه، د اقینې بندر د پرانېستلو، تر تورغونډۍ بندر پورې د ریل د کرښې د راسېدلو په خاطر له هغوی څخه مننه وکړه او دا یې په سیمه کې د دواړو هېوادو ترمنځ د پراخو همکاریو څرګند دلایل وبلل." د ترکمنستان د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر هم د ټاپي پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل چې د دې پروژې له پلي کېدو سره به په سیمه کې اقتصادي همکارۍ پراخې شي او امنیت به هم ورسره ټینګ شي.د ټاپي پروژه د ۲۰۱۵ کال د ډیسمبر په ۱۳مه په ترکمنستان کې د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو رسماً پرانېسته. پر دې پایپ لاین کار روان دی او کله چې ۱۴۷ کیلومتره په ترکمنستان کې بشپړ شي د افغانستان خاورې ته به داخل شي او د هرات، فراه، هلمند او کندهار د ولایتونو له لارې به پاکستان ته او بیا هند ته ګاز انتقال کړي. په افغانستان کې د دې پروژې د سروې، ډیزاین او د انجنیري کارونه د (ای- ایل- ایف) په نوم یوه جرمني شرکت ته سپارل شوي دي.