$ 0 0 افغان ځواکونه د هېواد په بېلابېلو سیمو کې له وسلوالو سره په جګړه کې دي؛ پوځي مشران وایي، د تازه روزل شویو ځواکونو په فعالیت به د افغان ځواکونو لیکې لا پیاوړې شي. که څه هم باورکیږي، چې افغان ځواکونه نه شي کولی په یوازې سر له څو ترهګرو ډلو سره مقابله وکړي؛ خو ولسمشر غني وایي، چې په وارسا غونډه کې یې بریاوې د افغان ځواکونو د قربانیو پایله وې. ولسمشر محمد اشرف غني د یاد پوهنتون د فراغت په غونډه کې په ډاګه کړه، چې ستاسو له ویاړه د ډکو کارنامو په ډاډ مې وکولی شو، چې د وارسا په امنیتي کنفرانس کې د افغانستان په ګټه نړیوال ملاتړ تر لاسه کړم. تاسې نه یوازې له افغانستان څخه ساتنه کوئ، بلکې د نړیوال تروریزم په وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې هم یاست. په داسې حال کې چې د جګړې لومړیو کرښو کې تل د لازم مدیریت د نه شتون شکایت کیږي؛ خو ولسمشر وایي، چې سرتېري سنګر نه پریږدي. محمد اشرف غني زیاتوي که په سنګرونو کې ستاسې سرښندنې نه وای؛ زما ژبه او منطقه به نړۍ ته قناعت نه و ورکړی. د نړۍ مشرانو ویلي، چې په نورو هېوادونو کې د لیږد له بهیر وروسته سرتېري تښتیدلي؛ خو افغان سرتېرو تېښته نه ده کړې؛ ځکه ، نو افغان جنرال قهرمان دی. ولسمشر ترهګرو ډلو ته خبرداری ورکوي او وایي، نن د افغانستان ۳۴۳ صاحب منصبان دښمنانو ته یو ګډ پیغام لري، چې خپلو شومو هیلو ته به ونه رسیږئ او دښمن ته وایي، چې دا هېواد جوړوو، جوړوو او جوړوو. ولسمشر غني په ډاګه کړې، چې افغان ځواکونه به د ۲۰۲۰ کال تر پایه د امریکا او نړیوالې ټولنې د ژمنو له مخې نور هم ډېر پیاوړي شي. مونږ د خپلو ځواکونو لپاره څلورکلنې تیارۍ نیولې او له تېرو تجربو به بشپړه ګټه پورته کوو. د پنجشنبې په ورځ د مارشال فهیم له پوځي پوهنتون څخه ۳۴۳ تنه افسران، چې نهه یې ښځې دي، د فراغت اسناد تر لاسه کړل. دا مهال ډېر ټینګار د افغان ځواکونو پر پیاوړتیا کیږي، چې وکړی شي د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې ښه وځلیږي او د ګواښونو مخه ونیسي.