Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123

داعشیان په ځینو شمال ولایتونو کې جلب و جذب او ګومارنې لري

$
0
0
د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، د زابل خاک افغان ولسوالي د داعش د اصلي مرکز په توګه یاد شوی؛ ځکه، چې دغه ډله له پرانیستو پولو څخه پر ګټه پورته کولو جنګیالي د پاکستان له خاورې زابل ته رالیږدوي او له انسجام او زدکړو وروسته یې شمال ته لیږي. ویل کیږي، چې داعشیان همدا اوس د سرپل په صیاد ولسوالۍ کې افراد ګوماري او افغان ځوانان روزي، چې د ماین جوړولو لارې زدکړي او له افغان ځواکونو سره جګړې ته تیار شي. د سرپل والي ظاهر وحدت وایي، سپین بیرغونه، توريږي؛ د جمعه نمنګاني زوی د جوزجان، فاریاب او سرپل په سرحدي سیمو کې جلب و جذب لري. دغه هڅې مرکزي حکومت ته د خطر یو زنګ دی، چې باید زمونږ دا غږ واوري. سیمه ییزې سرچینې په شمال کې وایي، چې بهرني ترهګر له خپلو کورنیو سره سرپل ته راغلي او د جوزجان په درزاب او قوش تیپې ولسوالیو کې هم داعشیانو فعالیت پیل کړی او بهرني روزونکي هم د داعشیانو روزنې ته ګمارل شوي دي. د جوزجان والي مولوي لطف الله عزیزي وایي، داعش په درزاب او قوشتیپې کې له تېر یو کال راهیسې ترورستي هڅې کوي او څه نا څه ۱۲۵ بهرنيان یې روزي. افغان ځواکونو، چې په ننګرهار کې د داعش هسته په نښه کړې وایي، چې د ترهګرو ډلو په تعقیب کې دي. د کورنیوچارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وایي، هغه ګرارشونه ، چې مونږ ته رارسیدلي؛ غور پرې روان دی. افغان ملي ځواکونه داعش ته د فعالیت اجازه نه ورکوي، تل یې څاري او ځانونه وررسوي. د نوموړي په وینا؛ د هېوا د په شمال کې عملیات شوي او نورو ډېر عملیاتو ته اړتیا ده، چې دغه ګواښونه له منځه ولاړ شي. د هېواد په شمال کې د داعش حضور روسیه هم اندېښمنه کړې ده. په داسې حال کې، چې روسیې له طالبانو سره اړیکې پیل کړي؛ خو ویل کیږي، چې په سرحدي سیمو کې طالبان له داعشیانو سره یو ځای شوي دي.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>