Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21167

له ناټو څخه د امریکا د هراړخیز ملاتړ اعلان

$
0
0
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې، د امریکا د دفاع وزیر جیمز متیز نن چهارشنبې (د سلواغې په ۲۷ مه)وویل چې واشنګټن به له ناټو څخه د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې خپل ملاتړ اعلان کړي. ښاغلي متیز وویل:« ناټو تل په نړۍ کې له امنیتي ننګونو سره مقابله کړې ده او په نړۍ کې امنیتي ننګونې داسې څه دي چې موږ له ناټو سره په همکارۍ غواړو ورته پاملرنه وشي .» د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه د چهارشنبې په ورځ د دې سازمان په مرکز بروکسل کې پيل شوه. د ناټو عمومي منشي د امریکا له دفاع وزیر سره په خبري ناسته کې وویل ناټو په افغانستان کې له ترهګرۍ مبارزه کوي او د دغه هېواد په وړاندې به پر خپلو ژمنو ولاړ وي. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په دې اړه څرګنده کړه:« موږ د افغانستان په ګډون له هېوادونو سره له ترهګرۍ سره په جګړه کې مرسته کوو په داسې هېواد کې چې زموږ مأموریت له ۱۵ کلونو راهیسې روان دی موږ همداراز عراقي افسران روزو ترڅو له داعش ډلې سره جګړه وکړي.» له بلخوا د امریکا دفاع وزیر د ناټو له کړنو په ملاتړ سره وايي واشنګټن غواړي د ناټو مأموریت د نړۍ په هره برخه کې په بري سره پای ته ورسېږي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا دفاع وزیر له دې مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې له ترهګرو په تېره بیا داعش سره د مبارزې لپاره به د ناټو د غړو هېوادونو د لازیاتې مرستې غوښتنه وکړي.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21167


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>