$ 0 0 د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ټينګار کړی چې دغه غونډه مشورتي غونډه په افغانستان کې د جګړې د پایت ته رسېد لپاره ده. بلخوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو اړیکو د څېړنې د مرکز رییس وايي چې دغه ناسته د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د سیمې هېوادونو د همپالنې ،همغږۍ او ګډو هڅو د ترسره کېدو لپاره ګټوره ده. له کابو دوو میاشتو راهیسې دا دویم ځل دی چې مسکو له طالبانو سره د سولې په اړه د غونډې کوربتوب کوي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په دې باور دی چې د افغانستان د کړکېچ د هواري لپاره د دغه راز غونډو دوام ګټور دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخرووا وویل:« مسکو په اوسني وخت کې د افغانستان په اړه د یوې مشورتي ناستې کوربتوب کوي، په دغه غونډه کې د افغانستان، پاکستان، روسیې، ایران او هند لوړپوړي چارواکي ګډون لري او د دې ناستې د پایلو په اړه به تاسو خبر کړو.» د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له ترهګرۍ سره د مبارزې په کار کې د سیمهییزې همغږۍ رامنځته کېدل مهم بولي. د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژيکو مطالعاتو مرکز رییس فرامرز تمنا په دې اړه څرګنده کړه:«موږ وکړای شو چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ یو ګډ درک رامنځته کړو او په پایله کې په افغانستان او سیمه کې د سولې او ټینګار د راوستو لپاره د ټولو هېوادونو ګډون به ولرو.» خو د افغانستان په سیاسي بدلونونو کې د مسکو لېوالتیا او له طالبانو سره نېږدې کېدل هغه اندېښنې دي چې ظاهراُ به په افغانستان کې د جګړې معادله پېچلې کړې. د سیاسي چارو کارپوه حامد صبوري وویل:«له طالبانو څخه ملاتړ کولای شي په اوږد مهال کې په افغانستان کې یوه ستونزه رامنځته کړي.» افغان حکومت له طالبانو سره د مسکو له نېږدې والي اندېښنه نهلري او افغانستان د واشنګټن او مسکو د سیالیو ځاي نه بولي، دغه نظر روسیې ته د هېواد د بهرنیو چارو د وزیر له سفره وروسته بدل شوی دی. د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوېد فیصل وايي:«د هغوی فعالیتونو زموږ لپاره د اندېښنې وړ نهدي، بلکې هڅه کوو چې د هغوی فعالیتونو له موږ سره د سولې په راوستو کې مرسته وکړي.» له دې مخکې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان ویلي د روسیې پراخ رول او پر ترهګرو د دغه هېواد د نفوذ زیاتوالي د افغانستان د ثبات لپاره د افغان دولت هڅې له پوښتنو سره مخامخ کړې دي.