Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21354

په راتلونکي کال کې د پارلماني او ولسوالیو د ټاکنو ترسره کېدل

$
0
0
د آوا غږ ( آوا ) آژانس د خبر له مخې : د ملي یووالي حکومت مشرانو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له غړو سره په لومړۍ لیدنه کې، چې د ملګرو ملتونو سازمان استازي او د یو شمېر هېوادونو سفیران هم حاضر وو په ولسمشرۍ ماڼۍ کې په راتلونکي کال کې د ملي شورا او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو د ترسره کېدو په اړه سلامشوره وکړه. د ټاکنود خپلواک کمېسیون ویاند وایي چې د افغان حکومت مشرانو د ملګرو ملتونو له استازي او د یو شمېر هېوادونو له سفیرانو د او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له غړو سره په لیدنه کې له دغه کمېسیون څخه وغوښتل چې د راتلونکي کال له پسرلي څخه تر مني پورې باید د ملي شورا او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره چمتووالی ونیسي. د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند عبدابدیع صیاد په دې اړه وویل:«د ټاکنو کمېسیون ته لارښونه شوې چې د راتلونکي کال د پسرلي لپاره د ټاکنو مهال‎وېش اعلان کړي،کمېسیون په دې اړه خپل چمتووالی نیولی او د ټاکنو لپاره زموږ طرحه د بشپړېدو په حال کې ده.» اخوا ملګري ملتونه وایي چې د رڼو او په وخت د ټاکنو د ترسره کولو لپاره د افغان حکومت د مشرانو له دریځ څخه ملاتړکوي. د ملي یووالي حکومت مشرانو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له غړو سره په لومړۍ لیدنه کې، چې د ملګرو ملتونو سازمان استازي او د یو شمېر هېوادونو سفیران هم حاضر وو په ولسمشرۍ ماڼۍ کې په راتلونکي کال کې د ملي شورا او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو د ترسره کېدو په اړه سلامشوره وکړه. په دغې لیدنه کې ولسمشر او اجرائیه رییس ټینګار وکړ چې حکومت د ټاکنو ترسره کېدو ته جدي اراده لري. د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي په دې اړه وویل:«د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته دنده ورکړل شوې ده چې د ټاکنو مهال وېش،پروګرامونه،اړتیاوې،له حکومت،نړیوالې ټولنې،رسنیو او خلکو سره شریکې کړي.» په همدې حال کې په کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان سیاسي نماینده ګۍ په یوې خبر پاڼه کې د حکومت له دغې پرېکړې هرکلی کړی دی. په خبرپاڼه کې راغلي دي:«د ملګرو ملتونو سازمان د ولسمشر او اجرائیه رییس لخوا په وخت، با اعتباره او رڼو پارلماني ټاکنو ترسره کېدو ته د جدې ارادې لرلو له امله خوشبینه دی. دا سازمان هر څه چې په واک کې لري د ټاکنو په بهیر کې د اصلاحاتو په راوستو کې به یې و نه سپموي.» په ټاکنو څارونکي بنسټونه د رڼو، عادلانه او بې پرې ټاکنو ترسره کېدل د بنسټیزو اصلاحاتو رامنځته کېدو او د رایه ورکوونکو د نوملړ په جوړېدو پورې تړلی بولي. د ازاده او عادلانه ټاکنو د بنسټ ویاند رحمت الله صالحي په دې اړه وايي:«که‎چېرې د ټاکنو په کمېسیون کې کارونه په همدې بڼه په مخ ولاړ شي،په راتلونکي کال کې ټاکنیز اصلاحات به عملي نه‎شي او کمېسیون به د ټاکنو د ترسره کېدو توان به ونه‎لري.» خو امنیتي ګواښونه او د راتلونکي کال په پسرلي کې د ترهګریزو فعالیتونو احتمالي زیاتوالی، د ټاکنو په وړاندې جدي ننګونې بلل کېږي،ځکه چې د سیګر د تازه رپوټ پر بنسټ افغان حکومت یوازې د هېواد په کابو ۵۸ سلنه خاوره واکمني لري.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21354


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>