$ 0 0 د آوا غږ ( آوا ) آژانس د خبر له مخې : ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې ولسمشر غني د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په دویم ځل ټېلفوني خبرو کې د ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په څرنګوالي خبرې وکړې. اوسمهال کابل او واشنګټن په نېږدې راتلونکي کې د دواړو مشرانو د لیدنې د زمینې په برابرولو بوخت دي. د ولسمشر د ویاند مرستیال په دې اړه وویل:«ولسمشر غني او ډونالډ ټرمپ په نېږدې راتلونکې کې له یو بل سره به وویني او له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه به خبرې اترې وکړي.» امریکا او ناټو دمګړۍ په افغانستان کې کابو ۱۴ زره سرتېري لري،خو د نېکولسن په باور څو زرو نورو سرتېرو ته اړتیا ده ترڅو رامنځته شوی بندون له ماتې سره مخ شي. په افغانستان کې د د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نېکولسن وویل:« موږ د تلفاتو د کچې په اړه اندېښنه لرو. که څه هم چې د سرتېرو راجذبول د دې تلفاتو ځای ډک وي، خو هغوی نهشي کولای په بشپړه توګه پیاوړي شي او دا کار یو کموالی دی.موږ د روزنې،مشورې ورکونې او د ناټو په همکارۍ کې څو زره سرتېرو کموالی لرو. همداراز دا امریکايي جنرال په پاکستان کې د ترهګرو امن پټنځایونه د امریکا ګټو ته جدي ګواښ بولي، او د دغو امنو پټنځایونو د لهمنځه وړو لپاره د اسلام آباد د راضي کولو په موخه اړتیا ده د اسلام آباد او واشنګټن په اړیکو بیا کتنه وشي. هغه زیاته کړه:« پاکستان، روسیه او ایران، چې تر اوسه هم طالبانو ته مشروعیت ورکوي، له طالبانو ملاتړ کوي، د با ثباته افغانستان په جوړولو کې د افغان حکومت هڅې کمزورې کړې دي. له پاکستان سره زموږ پېچلې اړیکې بیا کتنې ته اړتیا لري.»