Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123

پاکستان ۴ تنه له داعش سره د همکارۍ په تور کابل ته سپارلي

$
0
0
د آوا غږ ( آوا ) آژانس د خبر له مخې : د پاکستان پوځ په افغانستان کې له داعش ډلې سره د همکارۍ په تړاو څلور کسان نیولي دي او یاد نیول شوي کسان یې د افغانستان پوله‎ساتو ځواکونو ته سپارل شوي دي. د پاکستان پولیس وایي نیول شوي څو کسان چې د ننګرهار ولایت اوسیدونکي دي او د درملنې لپاره پيښور ته تللي وو. دوی زیاتوي چې یاد کسان د استخباراتي ادارې له خوا وپيژندل شول او اوس افغان پوله ساتونکو ته وسپارل شول. په همدې حال کې د لندي کوټل چارواکي وايي چې دا څلور تنه له افغان ځواکونو سره په نښته کې ټپيان شوي دي. پاکستاني پولیسو د یادو تورن کسان د جاوید خان، صفی‌الله، تعلیم خان او نعمت‌الله په نومونو یاد کړي دي. په لنډي کوټل کې د پولیسو یوه چارواکي، نیاز محمد ویلي دي چې یاد څلور د داعش غړي یې ورته سپارل شوي دي. محمد ډان خبري آژانس هیله څرګنده کړې چې افغان حکومت د داعش ډلې څلورو نیول شویو غړو څېړنې وکړي.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123