Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123

وروسته د کابل برید څخه له ولسمشر غني سره د امریکا ټلفوني اړیکه

$
0
0
د آوا غږ ( آوا ) آژانس د خبر له مخې : د امریکا دفاع وزیر، جیمز مټيز په کابل کې د تېرې ورځې(سې‎شنبې د سلواغې۱۹مه) پر سترې محکمې له برید وروسته د افغانستان له ولسمشر سره ټلفوني اړیکه نیولې ده او د افغانستان امنیتي حال په اړه یې ورسره خبرې کړې دي. د امریکا د دفاع وزارت ویاند، جیف ډیوس وايي چې ښاغلي مټيز له ولسمشر غني څخه د افغانستان مشري د ټيکاو په موخه د ملي یووالي حکومت له ارزښت څخه مننه کړې ده. په همدې حال کې ولسمشر غني، یو ځل بیا خپلې ژمنې په ځانګړې توګه له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې تازه کړې، او په سیمه کې یې د سولې رواستو په اړه د امریکا او افغانستان اړیکه مهمه بللې ده. ډیویس زیاته کړې ده:«د وروستیو بریدونو په ګډون په ځانګړې توګه د تېرې سې‎شنبې برید سره چې د افغانستان پر ستره محکمه شوی دفاع وزیر، مټیز خپله خواخوږي او ډاډګېرنه دافغانستان خلکو او ولسمشر ته وړاندې کړې ده. دواړو خواو د اړیکو ساتلو او پیاوړې کولو باندې خبرې کړې او ټاکل شوې ده راتلونکې کې هم سره خبرې وکړي.» چارواکو تائید کړه چې د کابل ځانمرګي برید قربانیانو شمېر ۲۱ تنو تنه ورسید او په وژل شویو کې ۹ ښځې هم شاملې دي. چارواکي زیاتوي چې پېښه هغه‎مهال شوې کله چې د سترې محکمې کارکوونکي د کور پر لور روان وو. په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت د ۹ ښځو په ګډون د وژل شویو شمېر ۲۱ او د ټپيانو ۴۱ تنه ښیې.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>