په کابل کې د ازبکستان سفیر ویلي، د مقبرې د اساسي رغونې ترڅنګ به په دغه ولایت کې له نورو برخو سره هم همکاري وکړي.ه کابل کې د ازبکستان سفیر عصمت الله ارګیاچوف، چې غزني ولایت ته یې سفر کړی و ویلي؛ هېواد یي هیله من دی، چې په غزني کې د سیمه ییز حکومت په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي؛ خو په پیل کې به د مشهور افغان ستور پېژندونکي او ریاضيپوه ابوریحان البیروني مزار ښکلی ورغوي. د غزني والي عبدالکریم متین له ازبکستان وغوښتل، چې دغه هېواد دې د دغه مزار د بیارغوني ترڅنګ نورې تاریخي او لرغونې سیمې او په تېره بیا د غزني بالاحصار هم ورغوي. د ګډو ګټو هېوادونو په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی شاکر کارګر وايي، ازبکستان دا کار د ولسمشر په مستقیمه لارښوونه کوي. په افغانستان کې د ازبکستان سفیر ټینګار کوي؛ هېواد یې له افغانستان سره دوستانه اړیکو ټینګښت ته ژمن دی او له افغانستان سره به په بېلابېلو برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. |
![]() |
↧
په سیمه کې امنیتي ځواکونو (لیویز) رسنیو ته ویلي چې منی بس د موټر چلوونکي له کنټروله ووتی او له مقابل اړخ څخه د راتلونکي بس سره وجنګېد چې له امله یې یاده مرګ ژوبله را منځته شوه.د پيښې قربانیان او ټپيان د کوټې ښار سیول روغتون ته رسول شوي دي او لږ تر لږه د ۷ تنو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.د پاکستاني رسنیو د راپور سره سم دکال ۲۰۱۱ څخه هر کال په پاکستان کې شاوخوا ۹۰۰۰ ترافیکي پيښې د پولیسو سره ثبتیږي، چې په کښي شاوخوا هر کال۴۵۰۰ کسان وژل کیږي. |
![]() |
↧
↧
د امریکا سفیرې تېره ورځ جمعه د ناټو په مرکزي قومندانۍ کې د وینا پر مهال د ناټو څخه د ۱۰۰۰ اضافي عسکرو غوښتنه وکړه او ویې ویل: امریکا شاوخوا ۳۰۰۰ اضافي عسکر لیږي او ناټو به شاوخوا ۱۰۰۰ اضافي عسکر لیږي، دا یو ښه پرمختګ دی.امریکايي سفیري «کي بیلې هوچسین» رسنیو ته وویل: مونږ به د ناټو څخه د اضافي عسکرو په غوښتنه کې ډېر واضح واوسو، مونږ به داسي نه وایو چې فلان هیواد دي دومره عسکر راکړي، بلکې دا به هم واضحه کوو چې مونږ د غه عسکر د کوم کار لپاره غواړو، تر څو ښه واضحه واوسو.باید وویل شي چې په دې وروستیو کې ډنمارک د ۵۰ اضافي عسکرو اعلان کړی دی خو د ناټو غړو نورو هیوادونو لا د اضافي ځواکونو اعلان رسما نه دی کړی.ددې تر مخه ویل کیدل چې امریکا به ۳۹۰۰ اضافي عسکر افغانستان ته را ولیږي او د ناټو د عسکرو شمېر نه وو څرګند شوی.امریکا په افغانستان کې ۸۵۰۰ مېشت عسکر لري او د وال سټریټ ژورنال په وینا ۳۵۰۰ نور عسکر هم شته کوم چې د محدود وخت لپاره افغانستان ته ځي راځي او یا هم د نورو عسکرو د دندو د بدلون پر وخت کار ځیني اخیستل کیږي، ناټو د بشپړ ملاتړ ماموریت تر چتر لاندي ۴۰۰۰ عسکر لري.د ناټو یوه چارواکي رسنیو ته ویلي چې اقلا ۱۵ هیوادونو موافقه کړې تر څو افغانستان ته اضافي عسکر ولیږي خو تر اوسه لا دغه هیوادونه رسما نه دي اعلان شوي او نه هم ویل شوي چې هر یو به څومره اضافي عسکر لیږي.سرچینې ویلي چې کیدای شي د ناټو د ځواکونو په اړه نور وضاحتونه راتلونکې میاشت نومبر هغه مهال وشي کله چې د ناټو غړیو هیوادونو دفاع وزیران په بروسلز کې سره را ټول شي. |
![]() |
↧
October 7, 2017, 10:33 pm
د افغانستان بیا جوړونی ملاتړ پنځوس هیوادونه او سازمان بین الملل دا هیواد ته د اقتصادی مرستو د څیړلو لپاره د نمایندګانو په حضور دریم د ارشدو مقاماتو ناسته په کابل کی د میزان په ۱۲ او ۱۳ جوړ سو. ددی ناستی مقصد د هغه تعهداتو څیړنه وو چی افغانستان دولت تیر کال د بروکسل په بین المللی ناسته کی د ۱۵ میلیونو دالرو لاسته راوړلو او بیرته ورکولو په وړاندی تر ۲۰۲۰ پوری نړیوال ټولنی ته ورکړی وو. اکلیل حکیمی؛ د مالیی وزیر وویل چی افغانستان لاسته راوړنی خپل تعهداتو په اجرا کولو کی ډیر ښه ځلیدلی دی؛ خو په وړاندی یی، نړیوال ټولنه خپل ځینی تعهدات ښه نه دی ترسره کړی. هغه تعهداتو په اشاره سره لکه د حکومت پالیسی سره د بین المللی موسساتو حقوق هم سطح کول، ضرورت په اساس په وزارت خانو کی د مشاورانو استخدام او بین المللی ټولنی غیری اختیاری برخه بوجه په چوکات داخلیدل څخه یادونه وکړه او وویل چی په دی برخه کی کوم توجه نه دی صورت نیولی. دا لمړۍ ځل نه دی چی د افغانستان حکومت، افغانستان سره مرسته کوونکی ټولنو څخه د تعهداتو نه عملی کیدو لپاره شکایت او نیوکی کوی. په مخکنی حکومت د حامد کرزی په مشری همم ځینی ارشد چارواکی خارجی هیوادونه تورن کړ چی خپل ۸۰ سلنه مرستی افغانستان سره د خارجی غیری حکومتی سازمانونو او موسساتو په اختیار کی ورکوی چی حکومت ته ځواب ګویه نه دی او څوک نه پوهیږی چی ماموریت یی څه دی او لاسته راغلی پیسی چیری او څنګه مصرفوی. اقتصادی مسایلو ناظران هم په هغه وختونو کی ډیر ځلی ویلی وو چی د خارجی مرستو ډیری پیسی، په ریاکارانه توګه د همغه مرسته کوونکو هیوادونو ان اجی او ګانو له لوری بیرته همغه هیوادونو ته عودت کیږی او په دی ترتیب، د افغانستان برخه ددی مرستو څخه ډیر وو. سربیره پردی دا په دی معنی هم نه دی چی افغانستان پخوانی او اوسنی دولتونه د خارجی مرستو سرچینو مدیریت او هیواد حیاتی او زیرساختی برخو کی لګولو کی بی تقصیره نه وو. بی له شکه، مدیریت څخه بد ګټه اخیستنه، ظرفیت نه شتون، برنامه نه شتون، فساد، قوم ګرایی، شایسته کسانو نه شتون، متخصص او متعهد او پاک کسانو نه شتون دولتی مهمو اداراتو په راس کی دهغه عواملو څخه وو او دی چی د خارجی مرستو د میل او حیف کیدو سبب او یا هم بیرته مرسته کوونکی هیواد ته د بیرته ګرځیدو لامل سوی دی. په ډیرو برخو کی، سکتوری وزارتخانی حتی ونه توانیدل چی خپل پراختیا بودجی څخه نم په مصرف ورسوی او په همدی دلیل، ډیری یی د نمایندګانو مجلس له لوری استیضاح او سلب صلاحیت سوی دی. د وزارتخانو پراختیایی منابعو لپاره تعریف سوی کار په اساس، په هغه صورت کی چی وزارت خانی ونه توانیږی پراختیایی پروژو باندی اختصاص سوی مبلغ په مصرف ورسوی، پاته پیسی بیرته مرسته کوونکی هیوادونو ته مسترد کیږی. په دی منځ کی دا معلومیږی چی یواځی د افغانستان حکومت نه دی چی عهد ماتوی؛ بلکه خارجیان هم خپل ټول تعهداتو ته په سمه توګه عمل نه کوی. باید د خارجیانو له لوری مرستی ډیره برخه یی د افغانستان دولت په مستقیم اختیار کی ورکړل سی او یا هم د دولت نظر لاندی د ان جی او ګانو له لوری په مصرف ورسیږی. د منتقدانو په باور، دا په دی معنی دی چی دا مرستی هیڅ بلاعوض نه دی او تر هغه چی مرسته کوونکی خارجی قدرتونو راهبردی ګټی او استراتژیک اهداف تامین کړی، ادامه به ولری، بیله هغه، په بیلابیلو لارو سره، د خنډو سره به مخ سی. په ډیرو برخو کی، دولت ملزم سوی دی چی دقیقآ همغه اصلاحات او سیاستونه عملی کړی چی خارجی قدرتونو راهبردی اهداف په دولت داری، امنیت، نظام داری او مالی او همدارنګه کلتوری رویکردونو برخو کی تامین کړی. په دی سره، دا هیله کیږی چی دولت، داسی برنامی ترلاس لاندی ونیسی چی خارجی مرستو ته د افغانستان اړه درلودل کم کړی او دا کار، د ځینو لارو څخه لکه خارجی سرمایه ګذاری جذب، لاره جوړونه، معادن استخراج، اوبو سرچینو مدیریت، زیرساختونو پراختیا، کار ځواک جذب او... سره به د امکان وړ وی. په اوسنۍ نړۍ کی، اقتصادی استقلال، سیاسی استقلال ته رسیدو مخکنی شرط دی. |
![]() |
↧
October 7, 2017, 10:36 pm
د افغانستان ملی پولیس ۱۳۹۵ کال حوت ۲۴ نیټی باندی د هغه ټولو تروریستی ډلو نوملړ چی په هیواد کی فعال دی بین الملل پولیسو یا اینترپول ته تسلیم کړ. دا اکثره ډلی سربیره پردی چی د افغانستان دولت په وړاندی جنګیږی، بین المللی مجرمین دی او د زرهاوو انسانانو په قتل کی لاس لری. همدا اوس تروریستی زده کړو ۳۲ مرکزونه د ۸۵ رهبریت سره د افغانستان په وړاندی په پاکستان کی فعال دی. خارجی مسلح مخالفانو مجموعی تعداد منځنی موسم ته په کتو سره، ۵۰ څخه تر ۷۵ زرو تنو ته رسیږی. همدارنګه نږدی ۱۶۸کوچنی او غټی تروریستی ډلی په افغانستان کی په تروریستی فعالیتونو مشغول دی او د ۶۰ څخه تر ۱۰۰ زرو پوری د افغانستان دولت په وړاندی جنګیږی. دا ډلی عبارت دی: ۱: ملا منصور او کویته شورا پوری مربوط طالبان، ۳۵ زره تنه، مشر ملا هیبت الله، شیخ الحدیث، نورزی، حقانی سراج الدین معاونین، حقانی شبکه مشر او ملا محمد یعقوب، ملا محمد عمر زوی. ۲: ملا رسول پوری مربوط طالبان، مستقل، ۱۵ زرو څخه تر ۲۵ زرو تنو پوری. هرات، فرات، فاریاب، هلمند، زابل، غزنی او پکتیا ولایتونو کی نظامی حضور لری. دا ډله دری سیاسی معاونینی منصوب کړی دی؛ ملا باز محمد حارث نظامی معاون او ملا منصور دادالله، ملا شیر محمد آخندزاده او عبدالمنان نیازی سیاسی معاونینو په حیث ټاکلی دی. یو ځل ماته خوړلی او د دولت سره مذاکراتو ته حاضر دی. ۳: داعش: داعش سره مستقیم اړیکه لری، ۳۴۰۰ کسان په افغانستان کی، پاکستان پخوانی سرحدی ډلی د اسلامی لشکر، جماعت الحرار، کرم ایجنسی، خیبر ایجنسی، اورکزی ایجنسی، هنګو او پیشاور په نومونو د داعش سره یوځای سوی دی. ۴: پاکستان طالبانو تحریک، د پاکستان او آمریکا دولتونو په وړاندی جنګیږی. موسس بیت الله مسعود، د القاعده، آمو، طالبانو تحریک، پاکستان، سپاه صحابه، لشکر جنګوی او حرکت الاجهاد الاسلامی ډلو سره همکار دی. په کنر کی فعالیت لری او د ۲۵ زرو په شاخوا کسان یی په پاکستان کی فعالیت لری. د شیعه مذهب پرضد دی. ۵: القاعده: ۵۰ څخه تر ۱۰۰ تنو پوری په کنر کی فعالیت لری. مشر یی په افغانستان کی سعد بن ابی وقاص دی. ۶: آمو؛ ازبکستان اسلامی حرکت ګوند یا اسلامی جنبش، شمیر یی ۳۰۰ تنه دی، اساس ایښوونکی یی جمعه نمګانی او طاهر یولدوش وو. اوسنی مشر یی مجاهد عثمان غازی دی. د افغانستان په شمال کی فعالیت لری او اوس د داعش سره بیعت کړی دی. ۷: حرکت الجهاد الاسلامی: په ۱۹۸۴ کی د شوروی جماهیرو سره د افغانستان جنګ په وخت کی د فضل الرحمان خلیل او قاری صفی الله اختر په واسطه تاسیس سو. په خاصه توګه د آمریکا، اسرائیل، بنګلادش او نیوزیلند په وړاندی جنګیږی. په افغانستان کی یو ۱۵ کسیزه ډله یی د آمریکا په وړاندی جنګیږی. اصلی مرکز یی په فلسطین کی دی. ۸: افغانستان اسلامی ګوند چی اوس دولت سره یوځای سو. ۹: خالص اسلامی ګوند: اکثره دا ډلی د افغانستان دولت سره شریک دی. انورالحق خالص، مولوی خالص زوی، ملا هیبت الله ته رای ورکړی خپل ۱۰۰۰ تنو ځواکونو سره طالبانو سره یوځای سوی دی. ۱۰: لشکر طیبه: پاکستان او کشمیری خطرناکو ډلو څخه دی چی د آی اس آی له لوری اداره کیږی. مشر یی حافظ محمد سعید دی. په افغانستان کی سخت فعالیت لری. ۴۰۰ بستریز روغتون باندی برید دا ډله په غاړه درلود. ۱۱: اسلامی لشکر: خیبر اجنسی پوری مربوطیږی. دا ډله د داعش سره بیعت کړی دی. دا ډله د پاکستان او افغانستان دولت په وړاندی جنګیږی. ۱۲: ختیځ ترکستان غورځنګ(اویغورستان)، په ۱۹۹۳ کی اساس یی کښیښودل سو، مخکی په وزیرستان کی وو او اوس د افغانستان په شمال کی فعالیت لری. ۲۵ څخه ۳۰ کسیز پوری ډله ده. ۱۴ . جیش محمد: د کشمیر آزادی غوښتونکی ډله او پاکستان جوړ دی چی اوس افغانستان دولت په وړاندی جنګیږی. مولانا مسعود ازهر ددی ډلی مشر دی. په کشمیر کی ډیر فعالیت لری. ۱۵ . شبکه حقانی: د شبه نظامیانو یو مجموعه ده چی د څو ډلو څخه جوړیږی. ددی ډلی نوم د مولوی جلال الدین حقانی نوم څخه چی پاکستان دینی علومو مدارسو تحصیل کړیو څخه دی، اخیستل سوی دی. اوس د جلال الدین پرځای زوی یی سراج الدین ددی شبکی مشری په غاړه لری. اصلی اوسیدو ځای یی معلوم نه دی خو افغانستان ختیځ لکه پکتیا، پکتیکا او خوست کی قرار لری. پاکستان ځواک سره یوځای سوی او افغانستان او آمریکا دولتونو په وړاندی جنګیږی. ددی غړی کسان د پشتون قوم څخه د زدران قبیلی څخه دی چی په پکتیکا کی اوسیږی. د څلور زرو په شاوخوا سرتیری لری او د نورو ډلو سره یوځای ځینی وخت کولای سی تر ۱۰ زرو پوری ځواک رهبری کړی. آمریکا په دی باور لری چی شبکه حقانی د پاکستان اطلاعاتو دستګاه لپاره کار کوی. ۱۶ . امارت اسلامی وزیرستان، د پاکستان طالبانو څخه وو چی مخکی د حقانی له لوری رهبری کیده. ۱۷: سپاه صحابه پاکستانة وهابی تروریستی ډلو څخه د پاکستانی منشا سره او پاکستان اسلامی علماوو ټولنی څخه دی چی ملاتړ سرچینه د عربستان څخه لاسته راوړی. د سیمی ډیرو تروریستی ډلو مالی سرچینی عربستان او خلیج فارس شیخان ورکوی. د حق نواز جنګوی له لوری تاسیس سو او د ډیرو شیعیانو ترور کی لاس لری. په پاکستان کی ۱۰۰ زره غړی لری. د حرم لسیزی عزاداری سره مخالف دی او شیعیانو وژلو او په دی میاشت بالخصوص عاشورا ورځی کی ماین ایښولو کی برخه لری. اوداسی نور لکه تحریک نفاز شریعت محمدی(سواد)، اتحاد جهاد اسلامی،لشکر جهنګوی، حرکت المجاهدین، محاذ فدائی ډله، چی افغانستان کی ناتو ځواکونو پاته کیدو سره سخت مخالف دی، بریګارد ګوریلائی چی القاعده پوری مربوط اعراب دی، امارات قفقازچی د چچنیانو له لوری اداره کیږی. د سازمان ملل ګزارش په اساس، د ۷۵۰۰ څخه تر ۷۶۰۰ تنو پریو خارجی جنګیدونکی د افغانستان دولت سره جنګیږی، خو اداره کوونکی او بریدونو طراح یی پاکستان دی. ددی جنګونو منشا د عربستان پیسی او خلیج فارس اطرافو هیوادونو پیسی دی. پنجابیان د لاسته راوړنه د وینی له لاره لاسته راوړی دی. لیکونکی: کریم پوپل |
![]() |
↧
↧
October 8, 2017, 12:27 am
د آلمان شپیګل د یوه رپوټ له مخې آلمان د افغانستان شرایطو ته په پام سره ۹۸۰ ـ او ۱۴۰۰ ترمنځ پوځیانو د شمیر پر زیاتوالي ټینګار کوي.په دې وروستیو کې د امریکا دفاع وزارت دناټو غړو څخه په ځانګړې توګه آلمان او بریټانیا څخه وغوښتل چې افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمیر زیات کړي.جیمز متیس هم ویلي چې امریکا افغانستان ته د څلور زره تازه دمو سرتیرو د استولو هوډ لري خو په امریکا کې پرله پسې وروستیو توفانونو د دغو ځواکونو د استولو بهیر له ځنډ سره مخ کړ.په تیرو ۱۶ کلونو کې د ناټو تر مشرۍ لاندې د جرمني څه کم پنځه نیم زره سرتیري په افغانستان کې دیره وو. جرمني ځواکونه تر ۲۰۱۳ کال پورې په کندز کې وو.د افغانستان لپاره د امریکا نوې تګلارې وروسته د ناټو غړو هیوادونو هم ژمنې کړي چې دوی به افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمیر زیات کړي. |
![]() |
↧
October 8, 2017, 12:47 am
اسیا پسفیک خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکو او پر پاکستان د متحده ایالاتو د وروستیو فشارونو موضوع ته کتنه کړې ده. اسیا پسفیک لیکي، د امریکا متحده ایالات له پاکستانه غواړي چې له ترورېزم سره د مبارزې په مسئله کې له افغانستان سره همکاري وکړي، خو د خپرونې په باور، دا کار به اسانه نه وي. اسیا پسفیک خپرونه زیاتوي، له کابل څخه په خپله وروستۍ کتنه کې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه خپله ټوله هڅه وکړه چې افغان مشران قانع کړي چې پاکستان ورسره همکاري کوي. د مقالې د لیکوال په خبره، جنرال باجوه له ولسمشر محمد اشرف غني سره په کتنه کې پیشنهاد وکړ چې هېواد يې د افغان ځواکونو روزنې او تجهیزولو ته چمتو دی او اسلام اباد به له ترورېزم سره په مبارزه کې له کابل سره هر ډول همکاري وکړي. خو د خپرونې په وینا، له دیپلوماټیکو خبرو اخوا بیا د وضعیت د بدلون په اړه ډېرې کمې نښې نښانې ترسترګو کېږي. اسیا پسفیک وړاندې لیکلي، اکثره افغان سیاستوال او د سیاسي چارو کتونکي په دې باور دي چې د جنرال باجوه ژمنې د پاکستان له خوا د افغان حکومت د تېر ویستلو یوه بله هڅه ده. دا سیاستوال او کتونکي استدلال کوي چې د پاکستان د پوځ مشر له یوې خوا له افغانستان سره د همکارۍ تعهد کوي، خو بل لور ته د دې هېواد پوځ په پټه د افغان حکومت ضد وسله والو ملاتړ کوي. اسیا پسفیک بیا د هغو افغان کتونکو نظرونه هم راخېستي چې فکر کوي، د افغانستان په اړه د پاکستان د پوځي مشرتابه تګلاره بدله شوې ده . دا کتونکي په دې باور دي چې پر پاکستان د امریکا د ستراتیژۍ په چوکاټ کې نويو فشارونو اسلام اباد اړ کړی چې د افغانستان په اړه خپل فکر او دریځ بدل کړي. دوی په دې برخه کې کابل ته د جنرال باجوه وروستی سفر د هغو ژمنو او له ولسمشر غني سره د هغه د یو په یو کتنې ته چې افغان حکومت مثبته او ګټوره بللې ده، اشاره کوي. واشنګټن ایګزامینر: واشنګټن ایګزامینر بیا د روانې اکټوبر میاشتې په ۷ مه په افغانستان کې د امریکا د جګړې د ۱۶ کلونو د پوره کېدو په اړه یو مطلب خپور کړی دی. ورځپاڼه لیکي، ۱۶ کاله مخکې د اکټوبر په ۷ مه د امریکا د هغه مهال ولسمشر جورج ډبلیو بوش په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ او د القاعده شبکې پر ضد د هوايي بریدونو پیل اعلان کړ. واشنګټن ایګزامینر لیکي، ۱۶ کاله تېر شول، خو لا هم امریکايي ځواکونه د افغانستان په جګړه کې ښکېل دي او د دې جنګ د پای ته رسېدو نښې نښانې نه ښکاره کېږي. امریکا په ۲۰۰۱ میلادي کال کې پر نیویارک او واشنګټن د القاعده شبکې له خوا د سپټمبر ۱۱ مې له ترورېستي بریدونو وروسته چې شااوخوا ۳ زره کسان په کې ووژل شول، د اکټوبر په ۷ مه پر افغانستان حمله وکړه. له جورج بوش وروسته د امریکا بل ولسمشر بارک اوباما چې له افغانستانه يې د ټولو امریکايې سرتېرو د ایستلو ژمنه کړې وه، تېر میلادي کال تایید کړه چې دا به د ده د ځای ناستي کار وي چې په افغانستان کې د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېږدي. |
![]() |
↧
احمد یاسین سالک قادري د افغانستان د بدن ښکلا د ملي ټیم غړی دی، قادري په منګولیا کې د باډي بېلډینګ نړیوال جام سیالیو کې ټول هېوادونو ته ماتې ورکړه. دغه سیالۍ نن یکشنبه د چنګاښ په ۱۶ په مغولستان کې ترسره شوه چې پکې د بیلابیلو هیوادونو ګډون کړی و. په تېره اګسټ میاشت کې قادري د بدن ښکلا په برخه کې د آسیا په کچه لومړی مقام ترلاسه او د سرو زرو مډال یې خپل کړی و. |
![]() |
↧
د سرپل ولایت په علف سفید دره کې د وسلهوالو طالبانو پر یوه پناه ځای د افغانستان د هوايي ځواک په بمبارۍ کې ۷ وسلهوال طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.د سرپل امنیه قوماندان خلیلالله دستیار پرون ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې په علف سفید دره کې دا حمله پرون شنبه مازیګر شوې ده. د هغه په وینا، د سرپل دا سیمه له دوو کلونو راهیسې د وسلهوالو طالبانو په لاس کې ده. خلیلالله دستیار زیاتوي: "دښمن په کمین کې دی او هره ګړۍ د حملې لپاره تیاری نیسي، خو دا ځان ته خبره ده چې موقع نه ورته برابرېږي." د سرپل امنیه قوماندان زیاته کړه چې پر وسلهوالو طالبانو بمباري په داسې وخت کې شوې چې هغوی د وسلهوالو حملو لپاره تمرینونه کول. وسلهوالو طالبانو حمله تأیید کړې، خو د تلفاتو خبر یې رد کړی دی. |
![]() |
↧
↧
د ارګ د رسنیو دفتر خبر ورکوي، چې نن له غرمې وروسته د ولسمشر محمداشرف غني په حضور کې د افغانستان د فواید عامې وزارت او”کینگداو” چینایي ساختماني شرکت ترمنځ د ترانس هندوکش نښلوونکې پروژې قرارداد لاسلیک شو.په خبرپاڼه کې راغلي؛ دا پروژه، چې نړیوال بانک یې تمویلوي او فواید عامې وزارت یې پلې کوي له بغلان څخه تر بامیان پورې د ۱۵۲ کیلو متره سرک جوړول او دغه راز په کې د تونل په ګډون د سالنګ د لویې لارې د ۸۶ کیلو متره سرک اساسي ترمیم هم شامل دی. د چین هېواد یاد شرکت ژمنه کړې، چې د د دغو لارو د سړک جوړولو کار به پخپل وخت او ښه بڼه ترسره کوي. |
![]() |
↧
د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزارت په وروستیو درې کلونو کې د څه باندې نهه سوه میلیون دالرو پر ارزښت نږدې پېنځه زره پروژې پلې او ترې څه باندې یوولس زره کلیو ګټه پورته کړې ده.وزارت ناامني د انکشافي پروګرامونو د لارې خنډ بولي.د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزارت ویاند اکبر رستمي وایي، ناامني مو د پروګرامونو د پلي کیدو په وړاندې لوی خنډ دی. په یوشمېر سیمو کې وسلوال مخالفین مو د کار خنډ شوي او ان پروژې یې درولي دي. نوموړی زیاتوي، د فساد په وړاندې مبارزه کې ښې لاسته راوړنې لرو. مونږ بریالي شوي یو، چې د فساد په وړاندې مبارزه کې یو اعشاریه اته میلیارد افغانۍ سپما رامنځته کړو.د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ څه باندې څلویښت سلنه خلک له مواصلاتي خدمتونو لیرې پاتې شوي او نږدې دوه څلویښت سلنه خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري. |
![]() |
↧
د ناټو د پارلماني پلاوي رییس وایي، افغانستان به بیا د ترهګرو پر خوندي ځالي بدل نشي. په افغانستان کې روان کړکیچن امنیتي حالت په ظاهره ناتو اړ کړې، چې د وضعیت د څارنې لپاره مټې بډ وهي. په وروستیو کې د ناټو د پارلماني پلاوي رییس پایلو آلي ترهګرو ډلو ته خبرداری ورکوي، چې افغانستان به بیا ورته خوندي ځاله ونه ګرځي. هغه زیاتوي؛ باید پرینښودل شي، چې افغانستان بیا ترهګرو ته پر خوندي مرکز بدل شي او له هغه هېواده په زیات شمېر کې خلک اروپا ته وتښتي او مونږ نه شو کولی هغه څه، چې افغانستان کې پېښيږي، جدي ونه نیسو، ځکه د بهرنیو ځواکونو په وتلو تر هګرو خپل فعالیت پراخ کړی دی. هغه دا هم په ډاګه کړې، چې د بهرنیو ځواکونو د محاربوي ماموریت له پای ته رسیدو وروسته طالبانو زیاتې ساحې لاندې کړې. ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری بیا وایي، چې له شل ترهګرو ډلو سره د افغان ځواکونو مبارزه د دې سبب شوې، چې ناامني زیاته شي. د آلمان دفاع وزارت افغانستان ته د نورو ځواکونو د استولو پر مسالې غور کوي، چې په افغانستان کې د آلماني ځواکونو اوسنی شمېر، چې یو سل و اتیا کسه دي، یو زرو څلور سوه ته پورته کړي. د مشرانو جرګې غړی جمعه الدین ګیانوال باور لري، چې د امریکا نوې تګلارې د جګړې په ډګر کې وضعیت بدل کړی دی. په ولسي جرګه کې د هرات استازی غلام فاروق مجروح وایي، که امریکایان خپلې ژمنې پلې کړي؛ دا به مو په ګټه وي. په وروستیو کې ناتو د لومړي ځل لپاره د پاکستان په تړاو څرګند دریځ ونیوه او د هغه هېواد په خاوره کې یې د ترهګرو د خوندي مرکزونو د تړلو غوښتنه هم وکړه. |
![]() |
↧
ددی وروسته چی د امریکا ځواک مراکز، د پاکستان اطلاعاتی سازمان (آی اس آی) د تروریستی ډلو سره په اړیکو باندی تورن کړ، پاکستان ځواک قبول کړی چی د تروریستی ډلو سره اړیکی لری؛ خو د هغوی څخه ملاتړ نه کوی. جنرال آصف غفور؛ د پاکستان ځواکونو مطبوعاتی دفتر مشر وویل: هیله کوم چی د ملاتړ او اړیکی ترمنځ توپیر باندی پوه سی. د یو هیواد نوم واخلی چی د تروریستی ډلو سره اړیکه ونه لری. دا کار هرڅوک کوی. که د اړیکی مقصد د ګواښ له منځه وړل وی، یو مثبت کار دی. هغه وویل: زما لپاره روشانه ده چی آی اس آی د تروریستی ډلو سره اړیکه لری. مخکی جنرال جوزف دانفورد ویلی وو: زما لپاره واضح خبره ده آی اس آی د تروریستی ډلوسره اړیکه لری. جیمز متیس؛ د امریکا دفاع وزیر وویل که څه هم تروریستان د پاکستان په وړاندی عملیاتونه کوی؛ خو په ظاهر کی آی اس آی خپل خارجی سیاست لټوی. هغه زیاته کړه چی ترامپ نه مخکی چی خپل تصمیم د اسلام آباد په وړاندی اعلان کړی، پاکستان ته یو بل فرصت ورکول کیږی ترڅو ددی هیواد سره د افغانستان لپاره کار وکړی. کارپوهان وایی چی پاکستان همدارنګه د وخت د تیرولو په حال کدی او امریکا او د افغانستان امنیت نور بازیګران تیر باسی ترڅو ملاتړ یی د تروریستی ډلو څخه همداسی جاری پاته سی. دا چی د پاکستان ځواکونو مطبوعاتی دفتر مسئول دا ادعا کوی چی پاکستان ددی لپاره د تروریستانو سره اړیکه لری چی یواځی د هغوی ګواښ له منځه یوسی، سربیره پردی چی شکاره دروغ دی، یو ډول لوبه د کلماتو سره بلل کیږی؛ ځکه چی هیڅ دلیل شتون نه لری چی پاکستان یواځی د ګواښونو د منځه وړلو لپاره د تروریستی ډلو سره اړیکه ولری او دا اړیکه، د هغوی سره ملاتړ په معنی نه وی. اوس څنګه پاکستان دا ثابتولای سی چی د تروریستی ډلو لکه طالبانو او حقانی شبکه سره اړیکه لری او دا اړیکه د هغوی څخه ملاتړ په معنی نه دی، په داسی حال کی چی د همدی جریاناتو په سلهاوو مشران او قوماندی او غړۍ یی د پاکستان په خاوره کی حضور او فعالیت لری او خپل مراکزو کی په آزادانه توګه د افغانستان دولت او خلګو په وړاندی طرحی جوړوی؟ سربیره پردی پاکستان به دا ته څنګه ځواب ورکړی چی د هغوی په وړاندی افغانستان په سلهاوو او په زرهاوو شواهد او اسناد لری چی شکاره کوی ټول بریدونه او انتحاریانی، تروریستی ډلو منظم یورشونه، په پاکستان کی، طراحی او برنامه ریزی کیږی او ځینی یی مستقیمآ د تروریستی عواملو له لوری چی پاکستانی اصالت لری، اجرا کیږی؟ په ځینو ځایونو کی افغانستان امنیتی ماموران، ځینی اسنادو او شواهدو ته لاس رسی پیدا کړی دی چی پاکستان جنرالونه، د طالبانو لوی او منظم جنګونو مدیریت او هدایت د افغانستان په جنوب کی په غاړه درلودلی دی. په دی حساب، دا ډیر شرم آور دی چی ددی ټولو شواهدو او مدارکو سربیره، بیا هم پاکستان ادعا کوی چی اړیکه یی د تروریستی ډلو سره یواځی د ګواښ له منځه وړنی لپاره دی او پاکستان د هغوی څخه ملاتړ نه کوی! لکه څنګه چی امریکا ځواک مراکز ویلی دی، حقیقت دادی چی د اسلام آباد غیری نظامی حکومت او آی اس آی جاسوسی سازمان، دوه مستقل واحد په بیلابیل سیاستونو سره دی او په دی برخه کی، آی اس آی، خپل خاص خارجی سیاست د اسلام آباد حکومت دیپلماتیک وریه څخه مستقل مخته وړی. بناپردی، امریکا د ترامپ په مشری، که غواړی جاری ناامنی په افغانستان کی له منځه یوسی او دا کار د پاکستان له لوری ترسره سی، باید د آی اس آی مهار لپاره اساسی فکر وکړی. بله نکته داچی د جیمز متیس دا چانس او فرصت و پاکستان ته دومره ډیر وخت په بر کی ونه نیسی چی ځل بیا خپل خرابکارانه مداخلات په افغانستان کی جاری وساتی. هر ډول فرصت باید د درانده فشارونو سره وی ترڅو پاکستان مجبوره سی تر فشار لاندی بدلون ته ځان آماده کړی؛ بیله هغه، دا اقدام به یواځی د آی اس آی او ملاتړ لاندی تروریستانو په ګټه وی. |
![]() |
↧
↧
تازه اطلاعات د سیمه ایز سرچینو څخه شکاره کوی چی د سرپل ولایت صیاد ولسوالی میرزا ولنګ سیمه کی انسانی فاجعه دوه میاشتی وروسته، تراوسه هم ۳۵ تنه ښځی چی د داعشیانو له لوری ددی قریه څخه په اسارت وړل سوی وو او جوزجان ولایت درزاب ولسوالی ته ولیږدول سو، تراوسه هم د هغوی په اسارت کی دی. په دی منځ کی، د جوزجان ولایتی شورا یو غړۍ وایی چی دولتی چارواکی او یوناما هغه تر فشار لاندی راوړی دی ترڅو د دداعش له لوری اسارت باندی وړل سوی انجنو موضوع باندی لمن ونه وهی او یادونه یی ونه کړی. پوهان په دی باور دی چی لوړ خبر نه سی کیدلای چی درواغ وی او هغه نهادونه چی دا خبره دروغ منی، خپله د دروغ جوړونکی او صحنه سازه دی چی په هر دلیل، ترټولو لوی ناموسی خیانت د خپل ملت په حق باندی کوی. د جوزجان ځینی امنیتی چارواکو په وینا او هم د ډیرو شاهدانو د سترګو حال څخه، د ۳۵ تنو انجڼو تیښتونه د داعش له لوری د میرزاولنګ سیمی څخه یو حقیقت دی او هغه کسان چی ددی خبرو په نه منلو سره پردا خبری باندی خاوره اچوی، په حقیقت کی مسئولیت څخه ځان تیرباسی چی د آسمانانونو په اندازه دروند دی؛ ځکه چی یو ملت عزت له ځان سره تیروی. د جوزجان ولایتی شورا غړو اظهاراتو په اساس، هغوی د دولت او یوناما دفتر تر فشار لاندی دی ترڅو ددی خبری په اړه څه ونه وایی او هغوی عزت له منځه یوسی. یو ددی غړیو څخه وایی: بدبختانه موږ چارواکو ته څه نه سو ویلای، هغوی موږ ته ویلی چی دا موضوع په اړه څه ونه وایاست. یو شخص چی د یوناما دفتر څخه وو، ماسره اړیکه ونیوله او راته راله او ماته وویل چی تاسو دا موضوع په اړه څه ونه وایاست، ناموسی لحاظه موږ ته دا ډیر بد دی، ددی انجونو راوړل د داعشیانو له لوری زموږ لپاره بدنامی باعث ګرځی. ډیر عجیب استدلال او منطق! یو هوشیار نسته چی د یوناما دفتر دا مسئول څخه پوښتنه وکړی چی کوم خبره ډیر د عزت له منځه تلو لامل ګرځی؛ آیا دا چی افغانانو نامسو د حرامیانو او ازبیکی او چچنی او پاکستانی داعشیانو په اسارت کی په میاشتو میاشتو وی او یا دا چی د هغوی لپاره یو کار ترسره کړی. په حقیقت کی دا ډیر بد چلند او روش دی چی ناموسی موضوع سره او هغه هم په داسی هیواد کی چی یو وخت په سیمه او نړۍ کی ناموسی او دینی غیرت باندی مشهوره وو. ډیر بد په دی ځای کی دی چی دا د معاصر پیړۍ په ظاهر خوش غیرت، نه یواځی چی ددا انجونو آزادولو لپاره کوم پلان نه لری، بلکه په تهدید آمیزه ژبه نورو ته هم غواړی دا خبر ورکړی چی ددی قضیی په وړاندی بی تفاوته پاته سی؛ ځکه چی شاید غربی حاضر ملګری په همدی کار سره د هغوی څخه راضی پاته سی؛ ځکه چی د ناموسی او دینی قضایاوو سره دا ډول چلند سره، خلګ د دین او اخلاق څخه فاصله واخلی او حیوانی معیارونو او غربی کلتور ته نږدی او نور هم نږدی سی. ټولنیز مسائلو او دینی ډیر پوهان په دی باور دی چی د ځینو نظر برخلاف، حکومت او دولتمردان باید دداسی څه سره په مخ کیدو سره چی د یو ملت عزت په منځ کی دی او هم دا قضیی د خلګو دینی او مذهبی زده کړو سره اړه لری، ابدآ باید هیر پاته نه سی که نه نو دا ډول ناموسی قضیی چی دینی او مذهبی بوی هم لری، یو کلتور باندی بدلیږی او خلګ هم د وخت په تیریدو سره د هغه په وړاندی بی تفاوته پاتیږی؛ هغه څه چی غربیان هم په افغانستان کی یی په لټه دی او غواړی د وخت په تیریدو سره د افغانستان خلګو څخه یو بی خاصیت عناصر جوړ کړی چی د ناموسی او اخلاقی مسایلو په وړاندی چوپ پاته سی او هیڅ غبرګون ونه ښیی. نو د همدی لپاره پوهان پیشنهاد کوی چی دداسی رنسانس څخه مخنیوی لپاره په ټول رسنیز او تبلیغی توان سره میدان ته وارد سو او هم حکومت او امنیتی مسئول نهادونه تر فشار لاندی ونیسی او هغوی مجبور کړی ترڅو افغانانو ناموس آزادولو لپاره د داعش څخه، فوری او ضروری اقدام وکړی؛ ترڅو په دی توګه هم معصوم انجونی د ذلت او آسارت څخه خلاص سی او دینی او اخلاقی ضد توطئو او طرحو مخه چی د غربیانو له لوری جوړیږی، ونیول سی. |
![]() |
↧
د آوا په ګزارش سره، بین المللی نشریه(فارین پالیسی) په یو یادداشت کی ولیکل د امریکا په شاته تللو سره د بین المللی سازمانونو څخه، چین، د هغه خالی ځای څخه ډک کړی دی او هڅه کوی دا سازمانونه د خپل ګټو لپاره په خدمت وګماری. ددی یادداتش په سر کی دا ته اشاری سره چی کیان تانګ د یونسکو ملل متحد زده کړیز کلوری علمی سازمان دفتر چینی غړو څخه هڅه کوی یونسکو ریاست په لاس کی واخلی، راغلی دی چی هغه د څو چینی تبعو څخه دی چی پکن هڅه کوی هغوی د بین المللی سازمانونو په راس کی قرار ورکړی. فارین پالیسی دا هڅی د پکن تمایل نشانوڅخه بولی چی امریکا دولت سیاسی خالی ځای ونیسی. په آخیرو کلونو کی، چینی اوسیدونکی ډیر ارزښتناکه منصبونه په نړیوال، اینترپل، ملل متحد صنعتی پراختیا سازمان، مخابراتو نړیوال اتحادیه او بین المللی هوایی سازمان کی په لاس راوړی دی. فارس ددی خپروندویی څخه په نقل سره ولیکل: چین د خپل اقتصادی او سیاسی ورځ په ورځ ډیریدونکی توان سره په آسانی کولای سازمان ملل کی ګټه واخلی ترڅو د امریکا له لوری پریښودل سوی دارایی لاسته راوړی او خپل ګټو لپاره قرار ورکړی. |
![]() |
↧
October 8, 2017, 10:05 pm
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي وایي، د امریکا متحده ایالاتو له اسلامي دولت نومې یا داعشیانو سره مرستې کوي. نوموړی له رشیا ټوډې ټلویزیون سره د مرکې پرمهال او د هغه سوال په ځواب کې چې ایا داعش وسله والو له امریکایي اډو څخه مرستې ترلاسه کوي، وویل چې هغه په دې اړه راپورونه ترلاسه کړی دی چې داعشیان د امریکایي هلیکوپټرو په واسطه استول کیږي. خو هغه زیاته کړه، چې دغه راپورنه تر اوسه تائید شوی نه دی. د ښاغلي کرزي په وینا، پر امریکا تر برید وروسته په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیتونه زیات شوي دي په داسې حال کې چې امریکا متحده ایالاتو د ترهګرو پر ضد په مبارزه کې میلیارډونه ډالر لګولي دي. هغه د بمونو مور د استعمال په اړه یوځل بیا پر امریکا سخت نیوکه وکړه او وویل، چې افغانان نور نه غواړي په افغانستان کې له لویه او ویجاړونکی وسلې کار اخیستل شي. په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونو د روان کال د مارچ په میاشت کې په ننګرهار ولایت کې د داعش وسله والو پر خلاف تر ټولو لوی غیر اټومي بم استعمال کړی. دغه زورور بم جي بي یو-۴۳ نومیږی د ننګرهار په اچین ولسوالی کې د داعش وسله والو پر تونلونو او غارونو یوه شبکه وغورځول شو چې په ترڅ کې لږ تر لږه ۹۴ تنه داعش وسله ول د څلور لوړپوړ ډلمشرانو په ګډون وژل شوي. ښاغلي کرزي د دغه بم د استعمال په اړه تند غبرګون وښود او وویل چې هغه پرېکړه کې ده چې امریکا له افغانستان خاورې څخه وباسي. |
![]() |
↧
د افغانستان ملي اردو او کومانډو ځواکونه له خپلو نړیوالو متحدینو او ملګرو څخه نوې وسلې او مهمات ترلاسه کوي.د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت وایي، د افغانستان ملي اردو او کومانډو ځواکونو د جنګي وړتیاو د پیاوړتیا په موخه د بېلا بېلو وسلو او مهماتو یوه نوې جوپه تیره شپه کابل ته ورسیدې. غوڅ ملاتړ ماموریت زیاتوي، چې د امنیت د انتقال د ګډې قوماندانی – د افغانستان د امنیت د مرستندوی ادارې تیره شپه د کابل په نړیوال هوایي ډګر کې د وسلو او مهماتو دغه جوپه ترلاسه کړل. دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت او په افغانستان کې میشت ناټو ځواکونه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تجهیز په اړه خپلې هڅې او فعالیتونه ګړندي ګړي دي. افغان هوایي ځواکونه د شنبې په ورځ له ناټو ځواکونو څخه د UH-۶۰ یا بلک هاک هلیکوپټرو لومړی جوپه ترلاسه کړل. د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت یا پنټاګان کابو څو میاشتې مخکې ویلي وو، په پام کې ده چې د افغانستان د هوایي ځواکونو د الوتکو شمېر تر ۲۰۲۳ میلادي کال پورې دوه برابره شي. |
![]() |
↧
↧
د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی وايي، د ملي تدارکاتو کمیسیون په وروستي غونډه کې د ۳،۷ میلیارډ افغانیو په ارزښت د ۱۱ پروژو تړونونه منظور شوي.ارګ ماڼی په یوه بیان کې لیکلي، چې محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه پرون ماښام په ارګ کې د یو شمېر کورنیو او بهرنیو څارونکو په ګډون ترسره شوه.خبرپاڼه زیاتوي، چې په منظور شویو قراردادونو کې د کابل ښار اړوند د خیر خانې د سړکونو جوړول او قیرول، د نجارانو قلعه له څلور لارې څخه تر تایمني پورې، له شمالي سرای څخه تر ګولایي حصه اول پورې، له ګولایي حصه اول څخه تر نجارانو قلعه پورې او له نجارانو قلعه څخه تر خشت هوختیف پورې، د غزني ولایت اړوند د قره باغ ــ جاغوري لومړۍ برخې دسړک د جوړولو قرارداد، او د کابل ــ لوګر د دوهم لین د سړک د جوړولو د قرارداد شامل دي.ارګ ماڼی وایي، نورې قراردادونه چې په دغه غونډه کې منظور شول په کې د دایکنډي ولایت له رباط څخه تر میر امور ولسوالۍ پورې د سړک د جوړولو قرارداد، له شبرغان تر سرپل پورې د سړک د جوړولو قرارداد، پنجشېر ولایت کې د ۱۰۰ بستریز روغتون جوړولو قرارداد، د کابل ښار اړوند د پنځو روغتونونو لپاره (وزیر محمد اکبر خان، ابن سینا، صحت طفل، د خیر خانې او جمهوریت ۱۰۲ بستر) د عاجلو شعبو او جدي مراقبتونو د اړتیا وړ درملو قرارداد شامل دي.د ارګ ماڼی په وینا، د کابل برېښنا ریاست د برېښنا د ۱۲۳ قلمه تجهیزاتو د تدارک قرارداد، د پروان ولایت اړوند پشته سرخ څخه تر غوربند ولسوالۍ پورې د برېښنا د سب اسټېشن د ۱۲ قلمه تجهیزاتو د تدارک قرارداد، د کورنیو چارو وزارت اړوند د پنځه قلمه غیر البسوي مصرفي توکو د تدارک قرارداد، او د ملي دفاع وزارت اړوند د پنځه عراده اور وژونکو موټرو د تدارک قرارداد هم د ملي تدارکاتو کمیسیون له خوا منظور شول. |
![]() |
↧
په افغانستان کې د سره صلیب ادارې په ډاګه کړې، چې په کندوز او فاریاب کې د نا امنیو له کبله خپل دفترونه تړي، خو له افغانستان څخه نه وځي. د خبر پاڼې له مخې؛ په افغانستان کې د آی سي آر سي د مرکزي نمایندګۍ مشرې اغلې مونیکا زیناریلي ویلي، چې د ۲۰۱۶ له دسمبر راهیسې، د افغانستان په شمال کې پر آی سي آر سي درې ځلې نیغ په نیغه بریدونه شوي دي. اوس دا کمیته د امنیتي حالاتو د ارزونې له مخې په کندوز او فاریاب کې خپل کارونه ځنډوي او همداسي په بلخ ولایت کې خپلې هڅې کموي؛ خو د هېواد په نورو ولایتونو کې به یې فعالیت روان وساتل شي. هغې زیاته کړې، چې د مزار شریف ارتوپیدي مرکز به خالص وي، چې همکاران یعنې نور سازمانونه یا د افغان چارواکو وړتیاوې وارزول شي، چې مسوولیت په غاړه واخلي او د هغه مرکز چارې پر مخ یوسي. دهغې په وینا؛ وروسته له ۳۰ کلونو دوامداره شتون، مونږ خپل شتون او هڅې کموو؛ خو باید په واضحه توګه ووایم، چې مونږ افغانستان نه پریږدو. هڅه کوو، چې زمونږ کارکوونکي له لږ خطر سره مخ شي او په ښه شوني توګه د جګړې له قربانیانو سره مرسته وکړو. باید وویل شي، چې د ۲۰۱۶ په ډسمبر کې، د آی سي آر سي یو کارکونکی په کندوز کې وتښتول شو او څلور اوونۍ وروسته خوشې شو. وروسته لدې پېښې، شپږ نور کارکونکي یې په جوزجان کې په بیرحمۍ ووژل شول او دوه نور وتښتول شول. له اووه میاشتو وروسته، د سپتمبر په ۵ مه هغوی خوشې شول. شپږ ورځې وروسته له هغې یوه فزیوتراپسته د مزار شریف په ارتوپیدي مرکز کې د یوه ناروغ لخوا ووژل شوه سره صلیب له پورتنیو دوه پېښو وروسته په ټول افغانستان کې خپل کارونه محدود کړي دي. |
![]() |
↧
افغان او پاکستاني چارواکي وايي، چې ټاکل شوې د څلوراړخیزو ناستو لومړۍ ناسته د دغه بهیر د تېرو ناستو په دوام د روانې عیسوي میاشتې په دوهمه نیمايي کې د عمان په پایتخت مسقط کې جوړه شي. د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند قادرشاه امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د عمان په ناسته کې به د افغان حکومت یو عالي رتبه پلاوی چې د سولې د عالي شورا استازي به هم په کې برخه ولري ګډون وکړي. د افغانستان د ملي امنیت د شورا ویاند وویل چې دغه ناسته د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د متحده ایالاتو د استازو ترمنځ د څلوراړخیز میکانیزم "کیو سي جي" د تېر بهیر په دوام ترسره کیږي. ښاغلي قادرشاه وویل "د دې راتلوونکې غونډه به په نږدې راتلوونکې کې په عمان کې دایره شي، په دې کې به افغانستان، پاکستان خبرې اترې کوي او همدارنګه به چین او امریکا په کې د څارونکو رول ولري. په دې کې به مشخص اهداف ټاکل کیږي، اهدافو ته د رسېدلو په لارو چارو به خبرې کیږي او همدارنګه به د سولې د خبرو اترو د میکانیزم په رابطه باندې بحث کیږي، چې زمونږ تمه داده چې دا ډول خبرې اترې یا مذاکرات مثبته نتیجه ولري". د افغانستان، پاکستان، چین او امریکايي استازو ترمنځ د څلوراړخیزو ناستو وروستۍ ناسته د تېر عیسوي کال د فبرورۍ په ۲۳ مه په کابل کې جوړه شوې وه، چې د کابل ناستې وروسته د دغو ناستو بهیر وځنډیده. د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند د دغه بهیر د ناستو د ځنډ علت د دغو ناستو د پرېکړو د ځینو مواردو په عملي کولو کې د پاکستان پاتې راتلل وښودل او ویې ویل چې له همدې امله د څلوراړخیزو ناستو بهیر ځنډیدلی وو. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت امریکا غږ ته د څلوراړخیزو ناستو د بهیر بیا پیلیدل تائید کړل، خو په اړه یې نور جزئیات ورنه کړل. تېره اونۍ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف د امریکا غږ اردو سرویس سره په مرکه کې د اکتوبر په ۱۶ مه په مسقط کې د افغانستان او پاکستان د چارواکو ترمنځ د یوې ناستې د جوړیدلو خبر ورکړی وو. د څلوراړخیزو غونډو دا لړۍ په داسې حال کې بیرته پیلیږي، چې د تیرې عیسوي میاشتې په وروستیو کې د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار محمد حنیف اتمر په نیویارک کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر خواجه اصف سره په یوه کتنه کې افغانستان ته د پاکستان په زندان کې د یو شمېر بندي پخوانیو طالب چارواکو د سپارلو په مسله خبرې کړي دي. د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر خواجه اصف سره د طالب بندیانو د خوشې کېدو په مسله د ښاغلي اتمر خبرې تائید کړې، خو په اړه یې له جزئیاتو وړاندې کولو ډډه وکړه. اکسپریس ټریبیون پاکستاني ورځپاڼي په راپور کې ویلي چې د سپټمبر پر ۲۶ په نیویارک کې د محمد حنیف اتمر او خواجه اصف ترمنځ په غونډه کې د طالبانو د یو شمیر پخوانیو چارواکو په هکله چې د پاکستان په زندان کې پراته دي خبرې شوي دي. د دغې ورځپاڼې د رپوټ له مخې افغان او پاکستاني چارواکو د ملا عبدالغني برادر، ملاعبدالمنان نانی، ملا عبداصمد ثاني او ملا سلیمان آغا د خوشې کېدو په اړه خبرې کړي دي. |
![]() |
↧