$ 0 0 د آوا غږ ( آوا ) آژانس د خبر له مخې :د افغانستان جمهوري اسلامي دولت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستیالۍ دفتر یا یوناما راپور د ملکي کسانو په اړه راپور چې د په وسلهوالو نښتو کې د ملکي کسانو ساتنې» تر سرلیک خپور شوی، مطالعه کړی. خبرپاڼه زیاتوي:«د افغانستان جمهوري اسلامي دولت د جګړو په ترڅ کې د ملکي کسانو ساتنه خپله لومړۍ موخه ګڼې او که د امنیتي ځواکونو لخوا ملکي کسانو ته زیان ورسیيږي، نو پېښه به وڅېړل شي او په اړه به یې قضايي چلند وشي.» خبرپاڼه وړاندې کاږيک«ولسمشر یوځل بیا ټینګار کوي چې د افغانستان اسلامي دولت به د طالبانو او نورو ترهګرو خلاف د افغان ملکي کسانو څخه ساتنه کوي.» دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو د ملکي کسانو د ملګر ژوبلې په اړه خپل راپور کې ۲۰۱۶ زیږدیز کال د ملکي کسانو لپاره مرګونی بللی دی. ملګرو ملتونو په دې راپور کې د جګړې له ښکیلیو غاړو غوښتنه کړې ده چې د ملکي کسانو د مرګژوبلې مخنیوي لپاره دې جدي ګامونه پورته کړي.