Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123

د اسلامی حزب تجربه او د سولی راتلونکی ته نظر

$
0
0
اکرم خپلواک؛ د رییس جمهور خاص نماینده په سیاسی چارو کی وایی چی د اسلامی حزب سره د توافق نامی عملی کیدل ګام په ګام د بین الافغانی سولی مذاکراتو د بریالی کیدو شکاره کوونکی دی او د دولت مخالف مسلح ډلی هم کولای سی د مذاکراتو له لاری د  دولت سره د سولی د روند سره یوځای سی. ښاغلی خپلواک د سازمان ملل د شورا د تصمیم په لړ کی د حکمتیار د نوم ایسته کیدو لپاره د تحریمونو لیست څخه، وویل چی د دولت دیپلماتیک هڅی، د امنیت شورا دایم او غیری دایم غړی متقاعده کړ چی د ښاغلی حکمتیار نوم ددی نوم لړ څخه ایسته سی. ښاغلی خپلواک اضافه کړ چی دولت ټول لازم تدابیر د امنیت تامین او د اسلامی حزب آبرومندانه بیرته راتګ لپاره په لاس کی لری  او بیلابیل کمیتی د سولی د توافق نامی د موادو د عملی کولو باندی مصروفه دی. هغه وویل چی ستره محکمه، د اسلامی حزب د بندیانو د آزادولو لپاره کار لری او په نظامی برخه کی هم بل کمیته د اسلامی حزب مسلح کسانو د تثبیت او هغوی بیرته راګرځونی او عادی ژوند باندی مصروف دی او هغوی به د افغانستان د مسلح ځواکونو اصولو په اساس ددی ځواکونو په چارچوپړ کی جزب سی. کارپوهان وایی چی د ګلبدین حکمتیار په وړاندی د بین المللی تحریمونو ایسته کیدل؛ بیله شکه آخری مانع د حکومت او د هغه ترمنځ د سولی د توافق د لاری ترمنځ ایسته کوی او ددی لید څخه، شاید حق د دولت د نمایندګانو سره وی چی دا پیښه په دی روند کی لوی لاسته راوړنه وبولی؛ خو دا پوښتنه همداسی په خپل ځای کی پاته دی چی آیا د دولت بریالی توب د حکومت او اسلامی حزب سوله توافق لپاره، لزومآ د سولی په برخه کی توفیقی په حساب راځی که نه؟ کارپوهان په دی برخه کی ډیر شکونه او ابهامات منځته راوړی چی د دولت اخذنه ددی پیښی څخه تر شعاع لاندی قرار ورکوی. یو د مهمو مسایلو څخه په دی برخه کی د پوهانو په باور، د اسلامی حزب نقش او سهم د افغانستان په ناامنیو کی د طالبانو د سقوط وروسته دی. تحلیلکوونکی وایی چی د ګلبدین حکمتیار تر قوماندی لاندی د شبه نظامی ځواکونو عملیاتی نقش او موثر حضور د دولت پر ضد په دی اخیرو کلو کی په کافی اندازی پوری کم سوی دی. بالخصوص په دی برخه کی د نوی قدرتمنده تروریستی ډلی په راڅرګندیدو سره، ورځ په ورځ د اسلامی حزب د نظامی نفوذ او اثرګذاری لږ کیږی او دا امر هم د سیاسی او امنیتی مسایلو د ناظرانو په نظر، یو د مهمو انګیزو او لامل څخه وو چی حکمتیار د سولی د روند سره یوځای سو. بل نکته چی د امنیتی مسایلو د کارپوهانو په نظر نه سی کیدلای چی د دولت بریالی توب د سولی په برخه کی د اسلامی حزب سره یو لوی لاسته راوړنه وبلل سی، دی رویداد ته د افغانستان سیاسی ټولنی او خلګو منفی لید دی. رښتیا دادی چی د سولی د توافق نامی د امضا په لړ کی د اشرف غنی سره؛ عکس العملونه دی واقعی ته، غالبآ سړه او منفی وو او دا امر هم دا پیښه په یو نامهم تحول باندی بدل کړ که څه هم دولت ددی بریالی توب د لوی څرګندولو په حال کی دی؛ خو اوس هم لږ یو څوک فکر کوی چی د سولی توافق نامی دلاری څخه د اسلامی حزب سره  وکولای سی دی سولی روند ته نوی ژوند ورکړی او هغه د ناکامی او رکود څخه وژغوری. او آخری نکته هم دا چی د ډیرو کارپوهانو په باور، دولت د اسلامی حزب سره په معامله کی، ډیر د هغه څه څخه چی لاسته یی راوړی دی، امتیاز ورکړی دی؛ هغه امتیازونه چی د اسلامی حزب د ارشدو مقاماتو د مطلق قضایی مصونیت او تحریمونو د ایسته کیدو څخه شروع کیږی او د بندیانو تر آزادیدو او دولتی سمتونو توزیع او مسلح نظامیانو جزب د امنیتی ځواکونو په بدنه کی، ادامه پیدا کوی. دی تحلیل ته په نظر سره، داسی انتظار نه کیږی چی د سولی د توافق نامی د لاری څخه د آخری مانع په ایسته کیدو سره د افغانستان د سولی د روند کوم غوټه خلاصه سی او مثبت لید په دی برخه کی رامنځته کړی؛ مخصوصآ په داسی شرایطو کی چی دولتی ضد مسلح ډلی ، همداسی فکر کوی چی د قدرت په اوج کی قرار لری او وکولای سی د هیواد امنیت او ثبات په وړاندی، دراندی ضد امنیتی چالشونه رامنځته کړی. تر هغه وخته چی هغوی داسی فکر ولری، هیڅ وخت نه سو کولای د هغوی سره د مقتدرانه سولی هیله ولرو.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>