Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21133

د سوداګرۍ او صنایعو خونې له نوې مالیاتي طرحې خبر ورکړ

$
0
0
د آوا غږ ( آوا ) آژانس د خبر له مخې :د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزي، د مالیاتي کمپاین د ارزونې د اوونۍ په مراسمو کې وویل؛ نوې طرحه د مالیاتو د اخیستو لپاره چمتو شوې، چې په عملي کیدو به یې ډېرې آسانتیاوې را منځته شي. د مالیاتو پر ټولولو تل نیوکې کیږي؛ په ځانګړي توګه دغه نیوکې له هغې وروسته ډېرې شوي، چې کله د ملي وحدت حکومت په کار پیل کړی دی. د صنعت کارانو د ټولنې رییس عبدالجبار ساپی وایي، چې د مالیاتو اخیستل له پانګوالو څخه باید د پانګونې ودې ته په پاملرنه عیار شي. دا په داسې حال کې ده، چې د مالیې ورکولو ځینې ټولګیو په تېرو څو میاشتو کې پخپلو توکو د مالیاتو د څو برابره اوچتیدو په تړاو اندېښنه وښوده او خبرداری یې ورکړ، چې که دا حالت دوام وکړي؛ خپل کار ته به دوام ورنکړي.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21133