$ 0 0 د آوا غږ ( آوا ) آژانس د خبر له مخې : د امریکا متحده ایالاتونو په دې وروستیو کې د ایران لخوا د نویو راکټونو آزمویلو په غبرګون کې پر دې هېواد بندیزونه لګولي وو. دا بندیزونو پر ۱۳ کسانو او ۱۲ بنسټونو لګول شوي دي، ۸ تنه کسان او ۵ بنسټونه د ایران دولت پورې تړاو لري. امریکا وايي چې دا بندیزونه پر ایران په سیمه او منځني ختیځ کې د نیابتي جګړو او نویو وسلو د ازموینو په غبرګون کې دي. د سپيڼې ماڼی ویاند، شان اسپایسر په دې اړه ویلي:«موږ د دې اوونۍ په لومړیو کې اعلان وکړ چې باید لومړني ګامونه پورته کړو د ایران پر وړاندې، نن امریکا ۲۵ بنسټونه او کسان چې له سپاه پاسدارانو څخه ملاتړ کوي تور لیست کې شامل کړل.» د امریکا متحده ایالاتونو دفاع وزیر هم د یوې ناستې په ترڅ کې ایران په نړۍ کې د ترهګرو لوی ملاتړ وباله، خو وايي چې په منځني ختیځ کې به د امریکا سریتري زیات نشي. د امریکا متحده ایالاتونو دفاع وزیر، جیمس مټیس څرګندوي:«له هغه ځایه چې ایران د ترهګرو لوی ملاتړی دی، باید چې ایران پوه شي نړۍ یې متوجه ده موږ له نورو هېوادونو سره دنده لرو چې د نړۍ او سیمې امنیت ته پام وکړو.» خو ایران د راکټونو پر ازمایښت ټينګار کوي، ایران د امریکا بندیزونو په غبرګون کې پوځي تمرینات کړي.