Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21239

د ملي مسایلو په اړه له سیاسي او جهادي مشرانو سره د ولسمشر سلامشورې

$
0
0
که‎څه هم د جمعې په ورځ(د تلې په ۲۳)له ۴۰ جهادي او سیاسي مشرانو سره د سلامشورې په غونډه کې چې د امنیتي،ټاکنیزو اصلاحاتو،له اداري فساد سره د مبارزې، په حکومت کې د اصلاحاتو د راوستو او د سولې د هڅو په اړه یې سلامشورې وکړې.بلخوا د دغه ناستې یو شمېر نور ګډونوال وايي چې حکومت تل له سیاسي او جهادي مشرانوسره سلامشورې کوي خو پر هغې عمل نه کوي.د امنیتي، سیاسي او اقتصادي مسایلو په اړه د ولسمشر غني د مشورو په دوام، له پخواني ولسمشره نیولې سیاسي، جهادي او نور شخصیتونه ولسمشرۍ ماڼۍ ته راغلي دي.د دې غونډې یوشمېر ګډونوال وايي چې ولسمشر په دې غونډه کې د جګړې دمدیریت، د سولې دهڅو، له اداري فساد سره د مبارزې، په ټاکنو د کې د اصلاحاتو راوړو او نورو مسلو مشورې وکړې.د سولې د عالي شورا مشرتابه غړي محمد امین وقاد څرګنده کړه:«په دې اړه ټینګار شوی دی چې د جګړې د غوره مدیریت او د امنیتي ځواکونو د ستاینې ترڅنګ،دولت او امنیتي شورا د سولې د خبرو اترو لپاره،ډېرې هڅې وکړي.داسې وړاندیز وشو چې دغه غونډې په دوامدرار او له روښانه اجنډاو سره د هرې موضوع په اړه جوړې شي.»په دې لړ کې له اداري فساد سره مبارزه او د فسادو کسانو محاکمه کول د یادې غونډې د ګډونوالو بله مهمه غوښتنه وه چې مطرح شوه.د اسلامي حراست د ګوند مشر محمد اکبري په دې اړه وویل:«یو له وړاندیزونو څخه دا وه چې له اداري فساد سره مبارزه باید له لوړپوړو څخه پیل شي،ځکه که‎چېرې له لوړپوړو پیل شي پر ټيټو کچو یې اغېزه به یې پراخه وي،که‎چېرې له ټیټې کچې پیل شي،دغه سمونې به لږ او ناچیزې وي.»خو یوشمېر نور بیا د داشان غونډو پایلو ته هیله من نه دي.د جبهه نوین ملي افغانستان ګوند مشر انوارالحق احدي بیا داسې وايي:«زموږ وړاندیز دا وه چې د سیاستوالو او حکومت ترمنځ باید جدي بحث ولرو،یو داسې بحث چې هر کس نوبت واخلي او یو څو جملې ووايي او حکومت یې واوري،خو استدلال ونه کړي.موږ غواړو چې د حکومت او سیاستوالو ترمنځ یو بحث وي ترڅو وتوانېږو چې د ستونزې حل ته ورسېږو.»تر دې وړاندې هم ولسمشر کابو ۳۰ ځلې د سولې د بهیر، سیاسي او امنیتي مسایلو په اړه له سیاسي او جهادي مشرانو سره مشورې کړې وې، خو کارپوهان په دې باور دي چې د ملي یووالي حکومت په تېرو دوه کلونو کې په هېواد کې په سیاسي او امنیتي مدیریت کې ناکام وو.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21239


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>