Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123

پر حکمتیار د ملګرو ملتونو د بندیزونو له لغو کېدو د ارګ هرکلۍ

$
0
0
د آوا غږ ( آوا ) آژانس د خبر له مخې : د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر القاعدې او داعش ډلې د بندیزونو کمېټې له تور نوملړ څخه د اسلامي ګوند د مشر، ګلبدين حکمتیار نوم ویستو. له حزب اسلامي سره د سولې هوکړې پر پلي کېدو د څار کمېسیون رئیس، اکرم خپلواک څرګندوي:«دا ښکاره کوي چې له حزب اسلامي سره د سولې هوکړه بین‎الافغاني وه او نړیواله ټولنه ترې ملاتړ کوي.» د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا وايي چې ګلبدین حکمتیار د افغانستان له حکومت سره د سولې تړون لاسلیک کړ، او همداراز یې په عملي توګه له القاعدې شبکې سره اړیکې قطع کړي دي، له همدې امله له دې وروسته د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا په تور نوملړ کې له دې وروسته د حزب اسلامي د مشر نوم نشته. په همدې حال کې اسلامي ګوند وايي چې نړیوالې ټولنې دې کار سره عدالت پلی کړی او هیڅ احسان یې نه دی کړی. د حزب اسلامي ګوند استازی، غیرت بهیر څرګندوي:«دا کار چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وکړ یوازې ظلم ته نه ویل وو، دوی پر موږ احسان نه دی کړی.» د حزب اسلامي په وینا د افغانستان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې د تړون نور بندونه به هم ډیر ژر عملي شي. د حزب اسلامي استازی، کریم امین څرګندوي:«د بندیانو لومړۍ ډلې خوشې کول، د امنیت تامین، د کډوالو اوسېدو ځای او د استقلالیې مراسم هغه څه دي چې په راتلونکو ورځو کې به بشپړه شي.» په همدې حال کې د سولې عالي شورا د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې د هوکړه لیک د عملي کیدو چاره ستايي. د سولې عالي شورا ویاند، اسماعیل قاسم‎یار څرګندوي:«موږ هیله لرو چې نور هم په عقل راشي! تر کله به د نورو د کور جوړولو لپاره خپل کور ورانوي.» هیله کیږي چې د حکومت او ګلبدین حکمتیار ترمنځ د سولې د هوکړه لیک نور بندونه تر راتلونکو دوه یا درې اوونیو عملي شي. حزب اسلامي وايي چې له دې وروسته به د دې ګوند مشر په یو ولایت مرکز یا کابل کې میشت شي.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123