$ 0 0 د آوا غږ ( آوا ) آژانس د خبر له مخې : پيټز په موقت ډول د امریکا عدليې وزارت اداره کاوه او ټولو څارنوالانو ته یې امر کړی وه تر څو امریکا ته د ۷ منع شویو هېوادونو څخه د کډوالو ورتګ په اړه د ټرمپ له فرمان څخه دفاع ونکړي. له سپينې ماڼۍ څخه په خبره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي:«پېټز د قانوني امر څخه د سرغړونې سره چې د امریکا له اوسېدونکو ساتنه کوي، لویې څارنوالۍ ته خیانت کړی دی.» خبرپاڼه زیاتوي:«اوس یې وخت دی چې د نوي هېواد لپاره کار وکړو. هغو ۷ ګواښمنو هېوادونو اوسېدونکو د مخینې څېړنه سخته څېړنه نه ده. او دا د امریکا لپاره اړین ګام دی.» اغلې پیټز د امریکا پخواني ولسمشر، بارک اوباما پرمهال د لوی څارنوال په توګه ګمارل شوی وه او هغه په یوه یادونه کې لیکلي وو چې ښايې د ټرمپ فرمان عملي نه وي. دې زیاته کړې وه:«لوی څارنول وايي چې د دې اجرائي امر دفاع په اړه به استدلال ونکړي.» په یوه لیک کې سلي پيټز لیکلي وو چې په ټولو محکمو کې به د ټرمپ امر له ستونزو سره مخامخ شي. د امریکا متحده ایالاتونو ولسمشر، ډونالنډ ټرمپ د جمعې پر ورځ(د سلواغې۸مه) فرمان امضاء کړ چې له مخې به یې د ۴ میاشتو لپاره د ۷ اسلامي هېوادونو اوسېدونکو پر مخ ددې هېواد پولې تړلي وي او ورته به د ورتګ اجازه نه ورکول کېږي.