$ 0 0 د آوا غږ ( آوا ) آژانس د خبر له مخې : له پاکستان څخه راستانه شوی افغان کډوال په ختیځ کې د سرپناه له نشتون سره مخ دي او حکومت له ډېرو سره بشري مرستې هم نه دي کړي. له کډوالۍ تازه راستانه شوي وایي، چې په ختیځو ولایتونو په ځانګړي ډول په ننګرهار کې د سرپناه له جدي ستونزو سره مخ دی او حکومت ورسره په دې برخه کې په کړو ژمنو وفا نه ده کړې. په دې وروستیو کې له پاکستان هېواد څخه شاوخوا ۶۰۰ زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته راستانه شوی چې ډېری یې د سرپناه له نشتون سره مخ دي. له پاکستان څخه راستون شوی کډوال، محمد امیر وايي:«ینځه میاشتې کېږي راغلي یو ؛خو هیڅ شی راسره چا کمک نه دی کړی او کنډر کې پراته یو.» بل راستون شوی کډوال، ببرک زیاتوي:«کلي کې مې امنیت نشته او ښار کې په کرایه کور کې پروت یم ؛نو حکومت وعده د ځمکې کړی او پوره کوي یې نه.» همداراز امان الله هم داسې نظر لري:«چا سره کمک کېږي او چا سره نه، کله یو چرته ځو او کله بل چرته ؛خو کمک نه راکوي.» د مشرانو جرګې غړي هم دا ستونزې مني او حکومت یې په نه هوارولو کې ملامته ګڼي. د مشرانو جرګې غړی، طیب عطا څرګندوي:«د اوبو مشکل، د کور مشکل، د شفاخانې مشکل او ډېر نور مشکلات له پاکستان څخه تازه راستانه شوي کورنۍ لري او ولسمشر یې د مشکلاتو د حل کولو ژمنه کړې ؛خو پوره کړې یې نه ده.» د ننګرهار د کډوالو چارو ریاست ډاد ورکوی چې ډېر ژر به په درې زره او پینځه سوه جریبه ځمکه کې یو ښارګوټی راستنو شویو کډوالو لپاره پرانېستل شي. د ننګرهار د کډوالو چارو ریاست مرستیال، ولي محمدالله یار څرګندوي:«تر اوسه شپږ سوه زره کورنۍ راستنې شوي، اوس تازه مونږ په درې نیم زره جریبه ځمکه کې یو ښارګوټی جوړوو چې د سرپناه مشکل حل کړو او نور ښارګوټي به هم جوړ شي.» له پاکستان څخه راستانه شویو کډوالو کې یې ۶۰ سلنه په ننګرهار کې مېشت شوي چې تر ټول جدي ستونزه یې همدا د سرپناه نشتون ګڼل کېږي.