Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21143

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د فکرونو د بوختولو لپاره مشورتي غونډې جوړوي

$
0
0
د آوا غږ ( آوا ) آژانس د خبر له مخې :فضل احمد معنوی وایی: د رایو د پخوانیو کارتونو پر کارولو او د ټآکنیزو حوزو په بدلولو د ټاکنو شفافیت نه شي ډاډمن کیدای. د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسوولین له مدني ټولنو او د ټاکنو له څارونکیو بنسټونو سره په سلا مشوره اخته دي، چې په ټاکنو کې د پخوانیو کارتونو په کارولو او د ټاکنیزو حوزو په بدلولو ور سره خبرې وکړي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون رييس نجیب الله احمدزی وایي، ټاکنیزې حوزې د ولسي جرګې د غړیو د شمېر په تناسب جوړول او پر وړو حوزو یې وېشل او دغه راز د ولایتونو سرحدونه د ټاکنیزو حورزې په توګه پېژندل هغه موارد دي، چې کمیسیون د بحث لپاره وړاندې کړي دي. د نوموړي په وینا؛ د رایو مرکزونه باید له کورونو راوویستل شي، عامو او ټولنیزو سیمو ته راولیږدول شي. دا، چې په راتلونکیو ټاکنو کې د رایو پخواني کارتونه وکارول شي، د ټاکنو خپلواک کمیسیون په دې اړه دوه وړاندیزونه لري: آيا پخواني کارتونه باطل او نوي کارتونه ووېشل شي؟ آیا پخواني کارتونه و کارول شي او په شرایطو برابرو کسانو ته نوي کارتونه ورکړشي؟ د ټاکنو څارونکي بنسټونه او مدني ټولنې هم په دې باور دي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د حکومتي کړیو تر سخت فشار لاندې دي؛ خو د ټآکنو خپلواک کمیسیون مشر د شفافو ټاکنو د تر سره کولو لپاره ځان ژمن بولي.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21143


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>