January 30, 2017, 8:13 pm
د آوا غږ ( آوا ) آژانس د خبر له مخې :
لسګونو طالب وسلهوالو نن سهار(دوشنبې د سلواغې۱۱مه) د هېواد سویلي ولایت د هلمند پر سنګین ولسوالۍ برید کړی دی.
سیمهييز چارواکي وايي چې اوسمهال د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته نښته روانه ده.
دا برید سهار وختي کابو ۶ بجې پیل شوی دی.
د هلمند د والي ویاند، عمر ځواک وايي چې برید د ځانمرګي برید په ترسره کولو پیل شوی.
نوموړی زیاتوي، لا هم نښته روانه ده خو د مرګ ژوبلې په اړه مالومات په لاس کې نشته.
د برید موخه د افغان ځواکونو مرکز ښودل شوی دی.
طالبانو د برید مسوؤلیت پر غاړه اخیستی. |
![]() |
↧