$ 0 0 د آوا غږ ( آوا ) آژانس د خبر له مخې : خو د ملي دفاع وزارت ویاند تورنجنرال دولت وزیري د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د خیالي سرتېرو شته والې ادعا په کله ردوي او ورته ادعاوي د افغان ځواکونو د بدنامولو لپاره د هیواد د مخالفینو ناکام تبلیغات بولي. په ورته وخت کې د ملي دفاع وزارت زیاتوي چې ټول سرتیري یې د امنیتي ځواکونو لیکو ته د بایو میتریک سیستم له لاري داخلیږي. دا په داسي حال کې ده چې برېتانیا هم په افغانستان کې د خیالي سرتیرو شته والې د اندېښنې وړ مسله بللې وه، برېتانوي ځواکونو ویلي و چې دوی د افغان ځواکونو په روزنه کې ونډه اخلي خو د خیالي سرتیرو شته والې د جدي اندېښنې وړ مسله ده. د دوی په باور افغان حکومت باید د خیالي سرتیرو په اړه جدي اقدام وکړي، دا مسله وڅېړي او هغه کسان چې د خیالي سرتیرو په رامنځته کولو او د هغو د امتیازونو په اخیستلو کې لاس لري د قانون منګولو ته وسپاري.