$ 0 0 د آوا غږ ( آوا ) آژانس د خبر له مخې : د غزني ولایت امنیه قومندانۍ امنیت آمر اسدالله شجاعي وايي:چې په پېښه کې دوه کسه ملکي وګړي ټپیان شوي او په اړه یې څېړنې راوانې دي. عیني شاهدانو ویلي؛ چاودنه ډېره وېروونکې وه، چې پر لامل یې د یو شمېر پلورنځیو ښیښې ماتې شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د همدې ورځ سهار مهال هم د سړک غاړې یوې ماین چاودنې د پولیسو یو رنجر موتر زیانمن کړ؛ خو امنیتي مسوولینو تر دې مهاله د دې چاودنې په اړه رسنیو ته څهع نه دي ویلي.