$ 0 0 د افغان غږ(آوا) آژانس دخبرله مخی، د هلمند ولایت مطبوعاتی دفترنه خبرشوی خبرپانه کي راغلی، د نهرسراج ولسوالۍ «کلا ګز» سيمه کې پرون موخې ته تر رسیدا مخکې یوځانمرګي بریدګر پورې تړلو چاودیدونکو توکو چاودنه کړې، چې د ځانمرګي په ګډون پکې څلور وسلوال مخالفین وژل شوي او پنځه نور یې ټپیان شوي دي. سرچینو زیاتیوی، په سنګین ولسوالۍ کې د عامه نظم پر لیوا د وسلوالو مخالفینو برید په شا تمبول شوی او په ترڅ کې یې دوه تنه وسلوال طالبان وژل شوي او ۷ نور یې ټپیان شوي دي. خبرپانه کي راغلی، د یو بل خبر له مخې د لښکرګاه اړوند «ارغنداب» ته نژدې ریګ سیمه کې د ملي امنیت ځواکونو یو قاچاق وړونکی له څلور کیلوګرامه چرسو، دوه میله پیکا او میل ۸۲ میلي متري توپ سره یوځای نیولی دی. سرچنیو وایی، په همدې حال کې د نهرسراج ولسوالۍ مربوطاتو کې د طالبانو د ملا اخلاص او ابرار ډلو ترمنځ د خپلمنځۍ نښته شوې ده، چې په ترڅ کې د ملا اخلاص څلور کسان وژل شوي او د ابرار په شمول یې درې تنه وسلوال وژل شوي او د دواړو لوریو ۷ تنه ټپیان شوي هم دي. دهلمند ولایت مطبوعاتی دفتر په خبر پانه کي راغلی، د امنیتي ځواکونو معلوماتو په اساس د طالبانو یادو ډلو خپلمنځي نښته نشه يي توکو څخه لاسته راغلو پیسو په سر اختلافاتو په سبب کړې ده.