Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21153

د برتانيې هېواد سلطنتي افتخاري توره، افغان سرتېري ته ډالۍ شوه

$
0
0
د آوا غږ ( آوا ) آژانس د خبر له مخې : د برېتانیا د دفاع وزیر کابل ته د خپل سفر په لړ کې د افغانستان په پوځ کې د خیالي سرتېرو په اړه اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه چې په دې برخه کې باید جدي څېړنې وشي. پننګ هغو هېوادونو ته چې په وینا یې له ترهګرو ملاتړ کوي، خبرداری ورکړ چې له ترهګرو ډلو سره خپلې مرستې بندې کړې. د افغانستان د پوځ لوی درستیز دا د افغان پوځ له پاره ستر ویاړ ګڼي چې د بریتانیا د اکاډمۍ توره یې تر لاسه کړې ده. افغان افسر بهزاد حیدري چې د برېتانیا د سن هرتس په پوځي اکاډمۍ کې د یودېرشو هېوادونو د دوو سوو محصلینو په منځ کې د دغې اکاډمۍ د ویاړ تورې مستحق بلل شوی. د ویاړ دغه توره په کابل کې د برېتانیا په سفارت کې افغان افسر بهزاد حیدري ته وسپارله. د برېتانیا د دفاع وزیر دا د افغان پوځ او افغانانو له پاره افتخار وباله چې د سن هرټس اکاډمۍ د ویاړ توره یې خپله کړه. د برېتانیا د دفاع وزیر مایک پننګ وايي: “افغانانو ته زما پیغام دا دی چې له افغان پوځونو سره د برېتانیا مرستې لکه اوسپنه داسې په خپل ځای ولاړې دي. د دغه ډول جایزې تر لاسه کول شجاعت ته اړتیا لري چې دا افغان پوځ کې تر سترګو لیدل شوي دي.” د افغانستان د پوځ لوی درستیز قدم شاه شهیم وايي: “د افغانستان او برېتانيا اړيکې پخوانۍ او له لوړو ټيټو سره مل دي. دې هېواد د افغانستان د وضعيت د ښه له پاره ډېر کارونه کړي دي او ډېرې لاسته راوړنې لري.” د افتخاري تورې ګټونکی بهزاد حیدري وايي: “څه مې چې تر لاسه کړل دا زما له پاره لوی وياړ دی، څه مې چې د برېتانيا له وسله والو ځواکونو زده کړي، د هېواد په جوړولو کې به ډېر اغېزمن وي.” برېتانیا اوس په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ماموریت په چوکاټ کې پنځه سوه سرتېري لري چې افغان پوځ ته سلامشورې ورکوي. د دغه هېواد د دفاع وزیر د افغان پوځونو په لیکو کې په خیالي سرتېرو اندېښنه وښوده. د خیالي سرتېرو په هکله اندېښنه واقعي ده. دا زمونږ د مرستو او روزنې د ماموریت له پاره ډېره مهمه ده چې د سرتېرو دقیقه شمېره ولرو. که په دغه برخه کې فساد شوی وي، افغان حکومت یې باید جدي وڅېړي. دا کار د افغانانو او نړیوالو ملګرو له پاره هم مهم دی. په همدې وخت کې د برېتانیا د دفاع وزیر د ترهګرو ملاتړو هېوادونو ته خبرداری ورکړ چې له ترهګرو ډلو سره خپلې مرستې بندې کړي. مايک پننګ زیاتوي: “د نړۍ په هر کونج کې چې هر هېواد وي او د سخت دریځو ملاتړ کوي، باید له دغه کاره لاس واخلي زه د کوم ځانګړي هېواد نوم نه اخلم ولې دا هر هېواد وي، باید دغه کار ودروي. زه د افغان پوځ په وړتیاوو ډاډه یم.” د برېتانیا د دفاع وزیر په افغانستان کې د سولې د خبرو له لارې د جګړې په پای ته رسېدو هم ټينګار وکړ.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21153