Quantcast
Channel: (افغان غږ آژانس (آوا - وروستي سرليکونه يا دسرليکونو وروستی سرليک :: پوره نسخه
Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123

ترامپ او طالبان، له منځه وړنه یا که تاریخی ماته؟

$
0
0
د طالبانو ډله د دونالد ترامپ؛ د امریکا رئیس جمهور څخه غوښتۍ دی تر څو د امریکا سیاست ته د افغانستان په وړاندی بدلون ورکړی، که نه نو د یو تاریخی ماتی سره به مخ سی. طالبان د ترامپ څخه غوښتی دی چی د نظامیانو د ایستلو ماسیوا د افغانستان څخه، د مخکنۍ دولتونو سیاست پسی ولاړ نه سی. طالبان ویلی دی چی که ترامپ د اوباما او بوش تګلاری ته ادامه ورکړی د یو تاریخی شرم آور ماتی انتظار دی وباسی. طالبان د امریکا ۱۵ کالو ناکامه جنګ ته په اشاری سره ویلی دی چی د مالی مصرفونو او بی ګناه افغانانو په وژنو سره د خارجی ځواکونو په واسطه، دا جنګ د امریکا په اعتبار سره نړی ته هم زیان رسولی دی. طالبان ترامپ ته توصیه کړی چی امریکایی جنرالانو تحلیل ته غوږ ونه نیسی؛ ځکه چی هغوی د جنګ دوام لپاره به هڅه وکړی. دا په داسی حال کی دی چی ښاغلی ترامپ د جمعی په ورځ، امریکایی ځواکونو ته چی په افغانستان کی دی د زړه ډاډ ورکړ چی د هغوی ترڅنګ دی او د هغوی څخه غوښتی دی چی خپل مبارزی ته ادامه ورکړی؛ ځکه چی امریکا به بریالی سی. تحلیلکوونکی وایی چی د طالبانو هشدار و دونالد ترامپ ته؛ تر ډیره ځایه تبلیغاتی او روانی جنګ خاصیت لری او لیری خبره دی چی طالبان دی د امریکا احتمالی نوی طرحو په وړاندی د مبارزی لپاره دی پلان ولری. په دی حساب سره، د کارپوهانو په باور، د طالبانو دا موضع ګیریانی، په لومړی قدم کی، یو روانی جنګ په حساب راځی چی د هر دشمن څخه د بل دشمن په وړاندی انتظار کیږی؛ خو په دی منځ کی، د ناظرانو په باور، تریخ واقعیتونه هم شتون لری چی نه سو کولای هغه نادیده ونیسو. ددی واقعیتونو د جملی څخه، د امریکا ۱۵ کلنی ناکامی په افغانستان کی چی د طالبانو په صادر سوی بیانیی کی هم ورته اشاره سوی دی. آیا داچی طالبان توانیدلی دی چی د امریکا د طرحو او برنامو د ناکامی سبب سی په افغانستان کی په دی ۱۵ کالو کی یا که د طالبانو ماسیوا، نور علتونه هم په دی برخه کی شتون درلودی چی په نهایت کی، په افغانستان کی د امریکا د برنامو د نه ترسره کیدو سبب سو، هغه مسآله دی چی باید تر بحث لاندی ونیول سی. صاحب نظران وایی هیڅ شک شتون نه لری چی ددی ماتی عواملو څخه هم یو، د طالبانو تګلوری په ساده تعبیر سره، ددی ډلی جاسوسی سازمانونه او رژیمونه وو؛ په دی حال سره، دا یواځنی عامل د امریکا د طرحو په وړاندی په افغانستان کی نه وو او نه دی. د هغه ګزارشونو په اساس چی ( سیګار ) خپور کړی دی، په افغانستان کی د امریکا د ماتی اصلی عامل، د امریکا مرګباره تیروتنی او استراتژی د تیروتنی په اساس په دی لوی ماموریت کی وو. د افغانستان جنګ، د امریکا تر ټولو لوی او ډیر وخت نیوونکی تاریخی جنګ په حساب راځی؛ هغه جنګ چی د امریکا دریم ولس مشر ته په میراث ورسیدي؛ خو دهغه ختم تر اوسه معلوم نه دی. تحلیلکوونکی وایی داچی طالبان د ۱۵ کالو وروسته هم د امریکا د ولس مشر په وړاندی لیکنه وکړی او هغه په شرم آوره تاریخی ماتو سره تهدید کړی، ددی بیانوونکی دی چی دا جنګ به نه یواځی داچی ادامه به پیدا کړی؛ بلکه هیڅ نکته به د هغه د ختم څخه به هم معلوم نه وی. دی حقیقت ته په کتو سره، پوهان وایی چی د دونالد ترامپ د میز د ډیرو مشکلو مسایلو څخه، د افغانستان د جنګ پیچلی مساله به وی. هغه د خپل کار د شروع په لومړی ورځ د امریکا د ۴۵ ولس مشر په توګه، شاید د امریکا د ځواکونو څخه د ملاتړ لپاره د ویدیو کنفرانس له لاری خبری وکړی او په دی کنفرانس کی د رسمی تعارفاتو ماسیوا، ددی جنګ په اړه جدی تصمیم ونه نیوه؛ خو د وخت تیریدل به دا ثابته کړی چی د ترامپ ماموریت د افغانستان د جنګ په اړه، په هیڅ ډول سره به آسانه نه وی؛ بالخصوص په داسی شرایطو کی چی هغه د تروریستانو د منځه وړلو قول تر بریالی توب پوری ورکړی دی او طالبان هم هغه په تاریخی شرم آوره ماتی سره تهدید کړی دی.

Viewing all articles
Browse latest Browse all 21123


<script src="https://jsc.adskeeper.com/r/s/rssing.com.1596347.js" async> </script>